1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: له افغانستان د ځواکونو وتل د شخړې خطر لا زیاتوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

روسیې د چهارشنبې په ورځ ویلي دي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پلان کیدای شي د افغانستان اوږده شخړه لا پسې توده کړي. امریکا ویلي چې د روان کال د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې نیټې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

https://p.dw.com/p/3s0oV
Afghanistan Sicherheit Verantwortung Übernahme NATO Soldaten 18.06.2013
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په دې صورت کې په افغانستان کې اوږده جګړه په نزدې راتلونکې کې لا تودیدای شي. په بیانیه کې زیاته شوې ده: «په دې محتوا کې د اندیښنې موضوع دا ده چې کیدای شي په افغانستان کې وسلواله جګړه په نزدې راتلونکې کې لا توده شي، چې په پایله کې یې کیدای شي بین الافغاني خبرو اترو د پیلولو هڅې له ستونزو سره مخامخ شي.»

روسیه په ځانګړي ټوګه په افغانستان کې د ثبات د له منځه تلو په صورت کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې له ودې او همداراز د مخدره موادو د قاچاق له ډیریدو اندیښنه لري.