1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین ته په سوغات کي يوه ماڼۍ ورکړل سوې ده

۱۳۹۹ بهمن ۲۳, پنجشنبه

د یوه تحقیقاتي ټیم د رپوټ پراساس د پوتین دوستانو هغه ته یو ښایسته استوګنځای سوغات کړی دی. هغوی د »روسيې بانک« ونډه لرونکي دي چي د پوتین د څو تنو نژدو ملګرو په پیسو جوړ سوی او د هغه پخوانۍ معشوقه هم پکښي شامله ده.

https://p.dw.com/p/3pEHO
Russland Krim
انځور: Imago/TASS/S. Krasilnikov

کریمیا نیمه ټاپو په خپلو ښکلو طبیعي منظرو او پراخو سواحلو په درلودو سره د اروپا له جذابو توریستي ځایونو څخه یو دی. اکثره روسان هیله لري چي خپلي رخصتۍ په دغه ځای کي تیري کړي او ډیری يې هلته د یوې ماڼي لرلو هیله هم لري. دا خبره د پوتین په برخه کي هم صدق کوي.

د پوتین دغه خوب ظاهراً د هغه دوستانو ورته په واقعیت بدل کړ او د کریمیا په جنوب اورياندا ښار کي یې ورته یوه ماڼۍ سوغات کړې چي پخوا د جرمني د پخواني صدراعظم ویلي برانت په شان مېلمنو ځای وو.

په اورياندا کي د اروپا د تاریخ یوه برخه هم لیکل سوې ده. د آلمان پخواني صدراعظم ویلي برانت نیمه پیړۍ مخکي په دغه ځای کي د پخواني شوروي اتحاد د کمونیست ګوند له مشر، لئونید بریژنف سره یو وار لیدلي ول. د دغو دوو سیاستمدارنو ترمنځ خبرو اترو ۱۶ ساعته دوام کړی وو. په دغه لیدنه کتنه کي برانت غوښتل چي له شوروي سره دلا زیاتو اړیکو د پراخیدو چانس ارزیابي کړي.

اوس دغه ښارګوټی یو وار بیا د خبرونو سرټکی ګرځیدلی دی. د «پروژې» په نامه د معتبر تحقیقاتي پلاتفورم پلټونکي وايي چي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین میلیادرو دوستانو د گليڅينيا په نامه د پخواني شوروي اتحاد یوه دولتي اقامتګاه د پوتین له پاره رانیولې ده.

دوه کاله مخکي یعني په ۲۰۱۹ م کال کي روسي رسنیو خبر ورکړ چي گليڅينيا په ۱۵ میلیونو ډالرو پر یوه نامعلوم کس باندي خرڅه سوې ده.

اوس د پروژې ټیم رپوټ ورکړی چي دغه نامعلوم او مرموز خریدار دغه معامله په پټه کړې ده. د پروژې خبریالانو حتی هغه پیژندلی هم دی. د هغه نوم جانیس ای، دی. هغه په ظاهره د مسکو په ختیځ کي په یوه ساده ودانۍ کي اوسیږي او د کونګ فو د معلم په توګه خپل معاش اخلي.

د پروژې له خوا نشریاتو ته په کتو سره سړی کولای سي د ثبت سوو اسنادو له لاري د هغه اصلي خاوند پیدا کړي. دغه ملکیت په اصل کي په سن پیترزبورګ کي،  د روسيې بانک د امپراطورۍ یوه برخه بلل کیږي. دغه بانک د پوتین د څو نژدو تنو په پیسو جوړ سوی دی چي اوس د روسیې تر ټولو ماړه کسان دي.

د دغه بانک اصلي ونډه لرونکی د کوالچوک په نامه یو میلیارډر دی. «پروژې» د نوومبر په آخره کي رپوټ ورکړی وو چي د پوتین یوې پخوانۍ معشوقې او د هغه د نامشورع لور مور د روسيې بانک د ونډي لرونکي په توګه ډیره سرمایه پیدا کړې ده.

د پخواني شوروي اتحاد تر دړي وړي وروسته، ددغي سیمي ملکیتونه، لکه د کریمیا نیمه ټاپو د اوکراین یوه برخه وه. په ۲۰۱۴م کال کي د کریمیا تر الحاق وروسته دغه سیمه د بین المللی قوانینو برخلاف یو وار بیا د روسیې تر کنټرول لاندي سوه.

په وروستیو اونیو کي په وار وار سره د پوتین او د هغه د دوستانو د شتمنۍ په اړه رسوايي رامنځته سوې. له هغې جملې څخه یوه ویډیو ده چي د پوتین منتقد، ناوالنی ټیم د توري بحیرې په سواحلو کي د هغه د یوه مجلل استوګنځای په اړه خپره کړه.

کریملن د جمهورریس سره د دغه ملکیت له هرډول تړاو څخه انکار کړی او د پوتین د کوچنیوالي ملګري، آرکادي روتنبرګ ویلي دي چي د دغي ماڼۍ اصلي خاوند هغه دی.