1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

جان کربي: روسیې له ایرانه ۴۰۰ ځانمرګي ډرون پېرلي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۶, سه‌شنبه

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي د روسیې او ایران ترمنځ د پوځي همکاریو د لا زیاتوالي خبر ورکړ. هغه وویل روسیې په اوکراین کې د جګړې د لا اوږدولو په موخه له ایران څخه ۴۰۰ کامیکاز ځانمرګي ډرون پېرلې دي.

https://p.dw.com/p/4RP1S
آرشیف: د امریکا د ملي امنیت د سلاکار انځور
آرشیف: د امریکا د ملي امنیت د سلاکار انځورانځور: Susan Walsh/AP/picture alliance

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان کربي د دوشنبې په ورځ د می میاشتي پر۱۵مه د یوه خبري کنفرانس پر مهال اعلان وکړ چې د روسیې او ایران ترمنځ د بې ساري دفاعي همکاریو د پراخېدو ډیر شواهد شته چې ښې ایران له مسکو سره د اوکراین د جګړې په اوږدولو کې مرسته کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په دې خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د دې همکارۍ د یوې برخې په توګه، ایران د ۲۰۲۲م کال له اګست میاشتې راهیسې روسیې ته تر ۴۰۰ ډېري کامیکاز ځانمرګي ډرون ورکړې دي.

شاهد ډرون، چې د "کامیکاز" په نوم هم یادیږي، چاوديدونکي توکي لري او چې کله هدف په نښه کوي نو دا چاودیدونکي توکي چاودنه کوي.

د ایران او روسیې مخ پر ډیریدونکي دفاعي مشارکت امریکا انديښمنه کړې

رویټرز د کربي په حواله راپور ورکړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دارنګه مخ پر زیاتیدونکي دفاعي همکاري روسیې ته اجازه ورکوي چې په اوکراین کې ډېر خلک و وژني او همدارنګه ایران ته دا توان ورکوي چې پوځي تجهیزات ذخیره کړي او خپلو ګاونډیانو ته لوی ګواښ رامینځ ته کړي.

هغه همداشان ټینګار وکړ چې بې پیلوټه جنګي الوتکې له روسیې سره د ایران لومړنۍ پوځي مرستې دي او مسکو اوس د دغو ډرون د نورو پرمختللو ډولونو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

رویټرز په خپل راپور کې د ایران د جنګي بې پیلوټه الوتکو ډول او ماډل ته اشاره نه ده کړې، خو اوکرایني او لوېدیځو چارواکو په وار وار سره د اوکراین په جګړه کې د پرمختللو ایراني ډرون الوتکو د کارولو خبره کړې ده.

ایران له روسیې جنګي جیټ الوتکې اخلي

په دې وروستیو کې تسنیم خبري آژانس د بې پیلوټه ډرون د فعالیت په اړه راپور ورکړی چې "د شاهد ۱۳۶ ډرون ۲۰۰۰ کیلومتره او شاهد ۱۳۱ شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره واټن ته رسیږي. دا ډرون همدا راز د ۱۵ او۵۰ کیلو ګرامه وزن لرونکي سرګلولې هم لري".

جان کربي تر دې مخکې څو ځله روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو د استولو خبرداری ورکړی وو. هغه په خپل تازه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې واشنګټن د لا زیاتو بنډیزونو په اعلانولو سره هڅه کوې د روسیې او ایران ترمنځ پوځي همکارۍ ترهدف لاندي نیسې.

د «جی۷» اعلامیه: ایران دې روسیې ته د وسلو استول بند کړي

د ایران اسلامی جمهوریت چارواکو په کراتو روسیې ته د ډرون د لیږلو تورونه رد کړی. هغوې ټینګار کړی چې دغه ډرون د اوکراین له جګړې مخکې پر روسیې پلورل شوی خو د لویدیځو هیوادونو د امنیتی او استخباراتی ادارو معلومات بل څه ثابتوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په وروستیو کې خبر ورکړ چې روسیې احتمالاً د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له اوکراین سره په جګړه کې۷۱ ایراني بې پیلوټه الوتکې کارولې دي.