1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آلمان کې د الزایمر له کبله د مړینو شمیر دوه برابره لوړ شوی

۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د آلمان حکومت د احصایې ادارې د شمیرو پر بنسټ په تیرو دوو لسیزو کې د الزایمر په نوم ناروغۍ څخه د اغیزمنو شوو کسانو په روغتونونو د بستر کیدو او مړینو شمیر له دوه برابرو هم زیات شوی دی.

https://p.dw.com/p/4HM8F
د الزایمر ناروغۍ له کبله د مړينو شمیر په آلمان کې لوړ شوی دی
د الزایمر ناروغۍ له کبله د مړينو شمیر په آلمان کې لوړ شوی دیانځور: picture-alliance/dpa

په آلمان کې احصايي فدرالي ادارې  له خوا ویل شوي دي چې په روغتونونو کې د الزایمر یا هیرې [یو ډول د مغزي اختلال ناروغي ده چې له کبله یې د ناروغ ذهني توانايي په تدریج سره له منځه ځي] مشکل درلودونکو ناروغانو د درملنې اړتیا په پرله پسې ډول ډیریږي.

روان کال د سپټمبر په ۲۱ نیټه د الزایمر نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په دې مناسبت خپرو شوو شمیرو په اساس په ۲۰۲۰ کال کې ۱۹۳۵۶ تنه د الزایمر ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې بستر شوي وو. دا شمیر په ۲۰۰۰م م کال کې ۸۱۱۶ وو.

د آلمان د احصايې فدرالي ادارې په شمیرو کې ممکن داسې وي چې یو مریض په یوه کال کې له یوه وار زیات ځلي په روغتون کې بستر یا ثبت شوی وي.

د دغه ادارې د شمیرو له مخې د هغو ناروغانو ۴۱،۵ سلنه نارينه او ۵۸،۵ سلنه ښځې تشکیلوي چې د الزایمر د ناروغۍ له کبله روغتونونو ته ور وړل شوي دي.

په ۲۰۲۰م کال کې د الزایمر له کبله تر ټولو ډیر کسان مړه شوي

په ۲۰۲۰م کال کې په آلمان کې ۹۴۵۰ تنه د الزایمر له کبله مړه شوي دي چې دا په یوه کال کې د الزایمر له کبله د مړينو تر ټولو لوړ شمیر دی. په ۲۰۰۰م کال کې د داسې مړینو شمیر ۴۵۳۵ و چې دا د ۲۰۲۰م کال په پرتله له نیمایي څخه هم کم دی.

په آلمان کې له الزایمر څخه د اغیزمنو شوو د ټولنې په حواله په دغه هیواد کې د دا ډول کسانو شمیر ۱،۸ میلیونو ته رسیږي، په کوم کې چې د مینډیمنشیا یو نه یو ډول شکل تشخیص شوی دی. په دې کې نږدې یو په دریمه برخه یي د الزایمر د ناروغانو دی، کوم چې د دې ناروغۍ تر ټولو عامه بڼه ده.

لوی علت، مخ پر ډیریدونکی عمر

د احصايې د فدرالي ادارې په حواله «په روغتونونو کې د الزایمر د تشخیص شوو ناروغانو د بستر کیدو او مړینو پيښو ته، تر یوې اندازې په هغې ټولنه کې د عمر اوسط د لوړیدو پورې تعلق ورکول کیدای شي.»

اړونده مطالب: آیا انسان کولی شي مزمن دردونه هیر کړي؟

په ۲۰۲۰م کال کې د الزایمر له کبله په روغتونونو کې د بستر شوو ټولو ۱۹۳۵۶ ناروغانو تر نیمایي ډیر یعنې ۱۱،۱۸۸ یي تر ۸۰ کلنۍ د پورته عمر درلودونکي کسان ول. یوازې ۱،۰۲۶ ناروغان داسې ول چې عمرونه یي تر ۶۵ کلونو کم و.

په آلمان کې د زړیدونکي ټولنې څخه مطلب دا دی چې په دې هیواد کې د پخوا په پرتله د تقاعد شوو کسانو شمیر تر بل هر وخت زیات دی. تر ۲۰۰۰ کال وروسته په ۲۰۲۰م کال کې د ۶۵ کلنو یا تر دې د ډیر عمر لرونکو په شمیر کې ۳۳ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی او اوس د داسې کسانو شمیر ۱۸،۳ میلیونو ته رسیږي.

په همدې منځ کې تر ۸۰ کلنۍ د ډیر عمر لرونکو کسانو په شمیر کې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی. په تیرو دوو لسیزو کې د داسې کسانو په شمیر کې ۹۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی او په ۲۰۲۰م کال کې د داسې کسانو شمیر ۵،۹ میلیونه وو.

آژانسونه: ش.ن/ ب. ص