1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستمیانمار

په میانمار کې هوایې برید لسګونو کسان وژلي دي

۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د میانمار پوځي حکومت پر یوه کلي هوایي برید تائید کړی دی. په بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي چې د اپوزیسیون د یوه سیمه ایز دفتر د پرانیستې په مراسمو کې یي ګډون کړی و.

https://p.dw.com/p/4PwSJ
Myanmar Airstrike
انځور: Kyunhla Activists Group/AP/picture alliance / ASSOCIATED PRESS

د میانمار د پوځي حکومت ویاند زاومن تون هوایي برید تائید کړی دی، خو د اوښتي مرګ ژوبلې په هکله یي نور تفصیل نه دی ورکړی.

برما: پرمکتب باندي په هوايي برید کي ۱۱ شاګردان وژل سوي

د بي بي سي برمي، دي آراوادي او ریډیو فري آیشیا د رپوټونو په حواله په دې برید کې ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي.

زاومن تون وویل: «د سه شنبې په سهار نږدې ۸ بجې پازیګي کلي کې د یاغي ډلې پيپلز ډیفنس فورس د دفتر د پرانیستې مراسم و او زموږ امنیتي ځواکونو پرې برید وکړ.»

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

هغه وویل چې په وژل شوو کې یو شمیر یې یونیفورم لرونکي د حکومت مخالف یاغي جنګیالیان او یو شمیر ملکیان هم شامل دي.

د پوځي حکومت ویاند «د یو شمیر مړینو» پړه د ولسي دفاع ځواکونو (پي ډي ایف) له خوا په ځای پر ځای شوو ماینونو ور اچولې ده.

د ملګرو ملتونو او امریکا له خوا د برید غندنه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش په سیګینګ کې د میانمار د وسله والو ځواکونو له خوا برید په شدید ډول غندلی دی. د ګوتیرش ویاند سټیفن دوجارک ویلي: «ګوتېرش د پوځ له خوا د ټول هیواد په کچه د ملکي خلکو پر وړاندې د تشدد ختمولو په اړه خپله غوښتنه یو ځل بیا تکرار کړې ده.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک وویل چې هغه د دې خونړي هوایي برید د خبر اوریدو «ویرولی» دی، ځکه په قربانیانو کې د ښوونځي ماشومان هم شامل دي. هغه ویلي دي چې «نړیوال سازمان د مسئولو کسانو د محاکمه کیدو غوښتنه کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویدانت پټیل ویلي: «د تاوتریخوالي ډک دغه برید د حکومت له خوا انساني ژوند ته بې توجهي او د ۲۰۲۱م کال د فیبرورۍ له بغاوت وروسته، په برما کې د رامنځته شوي شدید سیاسي او بشري بحران په برخه کې د پوځ مسئولیت لا زیات واضح کوي.»

Niederlande Den Haag | Gerichtsverhandlung | Aung San Suu Kyi
د پوځ له خوا په ۲۰۲۱م کال کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې آنګ سان سوچي د حکومت تر ړنګولو وروسته په میانمار کې نا امني زیاته شوې ده.انځور: Reuters/E. Plevier

څه پېښ شوي؟

یوه عیني شاهد ویلي دي چې یوې جنګي الوتکې د خلکو پر ګڼه ګوڼې چې سهار اته بجې د پازیګي کلي څخه دباندې د اپوزیسیون غورځنګ د سیمه ایز دفتر د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون له پاره را ټول شوي ول، په مستقیم ډول بمونه وغورځول.

یوه بل عیني شاهد وویل چې د الوتکې تر بمبارۍ نږدې نیم ساعت وروسته یوه چورلکه راغله او پر دې ځای یې ډزې وکړې.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

یوه بل عیني شاهد د نوم پټ ساتلو په شرط وویل: «زه له ګڼې ګوڼې څخه په لږ واټن کې ولاړ وم، کله چې زما یوه ملګري ماته د جنګي الوتکې د راتګ په هکله په تلیفون کې خبر راکړ. جټ الوتکې په مستقیم ډول د خلکو پر هجوم بمونه وغورځول او ما نيږدې کندې ته ور ودانګل او ځان مې پټ کړ. کله چې مې شاوخوا وکتل هر لورې ته لوګي ول او د انسانانو د بدن غړي خواره واره پراته ول. د اپوزیسیون دفتر د اور لګېدنې له کبله وسوځېد. شاوخوا ۳۰ کسان ټپیان هم شول.»

نوموړي زیاته کړه: «کله چې ټپیان لیږدول کیدل یوه بله چورلکه راغله او پر خلکو یې نورې ډزې هم وکړې. اوس موږ مړي زر تر زره سوځوو.»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل چې دغو مراسمو ته نږدې ۱۵۰ کسان را ټول شوي ول او په مړو کې ښځې او له ۲۰ تر ۳۰ پورې ماشومان هم شامل دي.

ميانمار: د پوځ په شکمنه عام وژنه کې په لسهاوو تنه وژل شوي

هغه وویل چې په وژل شوو کې په سیمه ایز ډول د حکومت مخالفو وسله والو ډلو او نورو اپوزیسیون ډلو مشران هم شامل دي.

د پوځ له خوا په ۲۰۲۱م کال کې د سولې د نوبل جایزې ګټونکې آنګ سان سوچي د حکومت تر ړنګولو وروسته په میانمار کې نا امني زیاته شوې ده.

آنګ سان سو چي په ۳ کاله حبس محکومه شوه

د پوځ مخالف یو شمیر ډلو وسلې را پورته کړي دي او له ځان سره د اقلیتونو په یوځای کولو سره عملیات ترسره کوي چې پوځ یې په ځواب کې هوایي بریدونه کوي. پوځ اکثره وختونه د خلکو د استوګنې سیمې په نښه کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز