1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: تر ټولو ډیر ماشومان زیږوونکو ته انعام ورکول کیږي

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

د هندوستان د میزورم ایالت یوه وزیر په داسې وخت کې دغه «ترغیبي» اعلان کوي، چې د دغه هیواد ځينو نور ایالتونه بیا د نفوسو د کنترول په خاطر د«تادیبي» اقداماتو پروګرامونه جوړوي.

https://p.dw.com/p/3vVga
Indien Amritsar  Schwangere Frauen
انځور: Getty Images/AFP/N. Nanu

د هند په شمال ختیځ ایالت میزورم کې د ځوانانو، سپورت او سیاحت د چارو وزیر رابرت روماویا روئټی، اعلان کړی دی چې هغه پخپله انتخاباتي حوزه کې تر ټولو ډیر ماشومان زیږوونکو مېندو او پلرونو ته سل زره هندي روپۍ انعام ورکوي.

رویټی، په خپله بیانیه کې ویلي دي چې تر ټولو ډیر ماشومان زیږوونکي مور یا پلار ته به یو سند او یو کپ (جام) هم ورکول کیږي. خو نوموړي دا ونه ویل چې د ماشومانو شمیر باید څومره وي؟

د دې ترغیبي اقدام دلیل څه دی؟

په میزورم کې د نفوس تناسب په یوه کیلومتر مربع ساحه کې یوازې ۵۲ تنه دی، په داسې حال کې چې د ۲۰۱۸م کال کې د رپوټ پر بنسټ، په ملي کچه په یوه کیلومتر مربع ساحه کې د هندوستان د نفوسو اوسط ۴۵۴ کسان دي.

د ۲۰۱۱م کال د سرشمیرنې له مخې د دغه ایالت نفوس یو میلیون ۱۹۰۲۱۴ تنو ته رسید، چې په دې ترتیب سره دا د نفوسو له پلوه د هندوستان تر ټولو لږ نفوس لرونکی ایالت دی.

تر ټولو لږ نفوس لرونکی ایالت اروناچل پردیش دی چې د هر کیلومتره مربع ساحې پر سر ۱۷ اوسیدونکي لري.

د میزورم ایالتي وزیر وایي چې په دغه ایالت کې هغه ښځې یا نارینه چې ماشومان یي نه کیږي او د نفوسو د ګراف ټيټیدل د اندېښنې وړ مسائل دي. د هغه په وینا «په میزورم کې د وګړو کمښت له امله په مختلفو برخو کې پرمختګ ستونزمن کیږي. د نفوس کمښت د میزو په څیر کوچنیو قبایلو د بقاء او پرمختګ مخته خنډ او یوه درنه مسئله ده.» 

د هند ځيني نور ایالتونه بیا په بشپړه توګه پر بله روان دي

د میزورم ګاونډی ایالت آسام بیا د دولتي کارمندانو له پاره د دوو ماشومانو نوې پاليسۍ نافذول غواړي او سربیره پر دې حکومت په پام کې لري چې له پرمختیایي پروژو څخه د ګټې اخیستنې له پاره د دوو ماشومانو حد، د شرط په توګه وټاکي.

څو ورځې مخکې د اسام ایالتي لوموړي وزیر هیمنتا بسوا سرما، اعلان وکړ چې هغه مور او پلار چې یوازې دوه ماشومان لري کولی شي د خیر ښيګڼې له پروژو څخه ګټه واخلي.

بل لور ته د اتربردیش ایالت د قضایي کمېسيون مشر هم د نفوس د زیاتوالي له امله په دغه ایالت کې د یو شمیر ستونزو را برسیره کیدو ته په اشارې سره د دوو ماشومانو زیږونې د حد ټاکلو د تګلارې اراده لري.

کارپوهان وایي که د دوو ماشومانو تګلاره عملي شي نو په هندوستان کې به د نارينه اولاد یا زامنو د غوښتنې په سبب د صنفي انتخاب میلان زیات شي او د مور په رحم کې به د نجونو د قتل پيښې ډیرې شي. د دوی په وینا اصل خبره د وسایلو مساوي ویش او متناسبو آسانتیاو نشتوالی ده.

د یادونې وړ ده چې هند په ۱۹۹۴م کال کې د نفوس او پرمختګ په حواله هغه نړیوال کنوانسیون لاسلیک کړی دی چې د فیملي بلاننګ (په مصنوعي لارو چارو د ماشومانو د زیږلو مخنیوی) پروګرام په برخه کې له زور څخه د کار اخیستنې مخالفت کوي.

نوی ډهلي: جاوید اختر/ ش.ن/ ن.ز