1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوت: په ژورنالیزم کي جنسي ازار ډیر پراخ دی

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

د ښځو د نړیوالي ورځي په مناسبت د«بې سرحده خبریالانو» ټولنې د یوه تازه رپوټ پر اساس د کار په مقابل کي جنسي غوښتنه، جنسي ځورول او ډول ډول تهدیدونه په ژورنالیزم کي هغه څه دي، چي ښځي ورسره مخامخي دي.

https://p.dw.com/p/3qM4p
Saudi-Arabien Sportjournalistinnen
انځور: Getty Images

د بې سرحده خبريالانو ټولني دغه رپوټ نن دوشنبه (د مارچ میاشتي اتمه) خپور سوی دی. د رپوټ په حواله دغه جنسي ځورونه هم په انټرنت، هم د ژورنالسټانو د ریسرج او پلټنو په ځای او هم د تحریر او لیکنو په دفترونو کي رامنځته کیږي.

د بې سرحده خبريالانو ټولني اوسنی رپوټ په ۱۱۲ هیوادونو کي د ژورنالسټانو څخه د پوښتنو پراساس جوړ سوی دی. خبره د هغوی پر تعصب، جنسي ازار، د خوښي خلاف لاس وروړل، توهین، تجاوز، په جنسي تجاوز، تهدید او واقعأ هم جنسي تجاوز ورباندي کولو باندي ده.

د رپوټ لیکونکي اټکل کوي چي د ښځینه ژورنالسټانو ژوند د «دوه چنده مشکل» سره مخامخ دی، ځکه چي هغوی هم د وظیفوي عمومي خطرونو او هم جنسي تشدد سره مخامخي دي.

۷۳ فیصده پوښتل سوو ښځو ویلي دي چي هغوی ته په انترنت کي ازار ورکول کیږي. یوه نمونه یې هندۍ مبصره او اخبار لیکونکې رعنا ایوب ده چي هره ورځ د جنسي تجاوز او مرګ د تهدیدونو سره مخ کیږي. دا هر څه تر هغه وروسته پیښ سول، کله چي یې یوه جعلي لوڅه ویدیو په انټرنیت کي خپره سوه.

په برازیل کي ژورنالسټاني نور نه غواړي د فوټبال د مینه والو د ازار او زهیریدو سره مخامخي سي، کومو چي به د رپوت ورکولو پر وخت د دوی د خوښي پرخلاف مچي ورڅخه اخیستلې او یا يې په غیږ کي نیولې.

ژورنالسټاني په دې هم پوهیږي چي «که په دې باب په اجتماعي شبکو کي رپوت ورکړي، نو به د کرکي یوه څپه پر راماته سي.»

Belarus Journalistin Katerina Borisevich im Gerichtssaal in Minsk
انځور: Ramil Nasibulin/BelTA/Reuters

د بې سرحده خبريالانو (RSF)  د اداري هییت ویانده، کاتیا ګلوکر وايي چي په هندوستان او یا پاکستان کي بیا ښځینه ژورنالسټانو حتی خپل ژوند د خطر سره مخامخ کړی دی.

تر ټولو ډیري بیا هغه ژورنالسټاني د خطر او تشدد سره مخامخي دي، چي د ښځو د حقوقو، سیاست او یا سپورټ په باب د رپوټونو متخصصي وي او په دې اړه رپوټونه ورکوي. مثلأ سعودي ژورنالسټه، نوف عبدالعزیز ال جراوي په دې خاطر بندي سوه چي ویلي يې وه ښځي په دغه هیواد کي مجبوره دي چي یو نارینه سرپرست ولري. د بندیګرت پر وخت دې ته برقي شوک ورکول سو او جنسي سؤ استفاده ورڅخه وسوه.

Afghanistan drei weibliche Journalistinnen bei Jalalabad ermordet
انځور: Sadaqat Ghorzang/AP Photo/picture alliance SS

د بې سرحده رپورټرانو سازمان دې ته اشاره کړې چي د «مي ټو-غورځنګ» په مخ پر ډیریدونکي ډول سره ډیري دغه ډول قضیې رسوا کوي. د هغه یو مثال د ډنمارکي ټلویزوني ژورنالسټي سوفیه لینده سرنوشت دی.

هغې په یوه ټلویزوني خپرونه کي دا خبره رسوا کړه چي څنګه د ټول هیواد په سطح عامه راډیو-ټلویزون یوه لوړ مقام دې ته پیشنهاد کړی ؤ، چي که ورسره جنسي ارتباط قایم کړي، نو به یې په کار کي نور هم پرمختګ رامنځته سي. تر هغه را وروسته ۱۶۰۰ ښځو، چي په ډنمارکي رسنیو کي یې کار کاوه، د لینده څخه د ملاتړ یو خط امضأ کړ.

د پوښتل کسانو ۴۰ فیصدو خپل هیوادونه د ښځینه ژورنالسټانو له پاره «خطرناکه» او یا «ډیر خطرناکه» طبقه بندي کړي دي. د «ډیر خطرناکه» هیوادونو په نوملړ کي مکسیکو، هندوستان او سوریه شامل دي.