1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

م.م: پر کرونا سربيره په ميليونو کسان مهاجر شوي دي

۱۴۰۰ خرداد ۲۸, جمعه

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي چې تير کال په نړۍ کې نژدې ۳ میليونه انسانان د جګړو، تاوتریخوالو او بشري حقونو د نقض له کبله د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي. افغانستان هم یو له دغو هیوادونو څخه دی.

https://p.dw.com/p/3v94b
Afghanische Flüchtlinge auf dem Weg nach hause aus dem Iran
افغان کډوال - د آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/H. Sarfarazi

اسوشتيد پریس خبري آژانس له ژنيو څخه ليکلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د جمعې په ورځ د بې ځايه شويو په اړه وروستي ارقام خپاره کړي. د راپور له مخي په نړۍ کې د بې ځايه شويو کسانو شمير ۸۲،۴ ميلیونو ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو په راپور کي راغلي دي چې دا نهم پر له پسې کال دی چې په نړۍ کې انسانان په زور او جبر سره د خپلو کورنو پريښودو ته اړ کيږي.

افغانستان يو له هغو هیوادونو څخه ياد شوی چې نومونه يې د بيلګې په توګه ذکر شوي دي.

د مهاجرو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمشنر، فليپو ګراندي وويل چې موزمبيق، ايتوپيا او د افریقا پراخې سیمې د هغو سيمو په ډله کې راځي چې تازه ترې د جګړو او اقليمي بدلونونو له کبله خلک ګډه شوي.

Schweiz Filippo Grandi Flüchtlingskommissar UN
فلیپو ګرانديانځور: picture-alliance/dpa/S. Di Nolfi

په نړۍ کې د مهاجرو شمیر هر کال په سلونو زره ډيريږي. دغه مهاجر د افغانستان او سوريې په څير هيوادونو څخه چې له کلونو راهيسي پکې جګړې رواني دي، تيښتې کوي.

خو تیرکال دغه مهاجرتونه په داسې حال کې شوي چې اکثرو هیوادونو د کرونا ويروس له وجې خپلې پولې تړلې وې.

ګراندي په دې اړه وويل: «دا په داسې يو کال کې شوي چې موږ ټول په خپلو کورونو او ټولنو او ښارونو کې لاک ډاون او بند وو. په دې منځ کې نژدې ۳ ميلیونه انسانان په واقعیت کې اړ شوي چې خپل هر څه تر شا پريږدي، ځکه دوی پرته له دې بله چاره نه درلوده.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره چې دفتر يې په ژنيو کې دی، وايي چې د نړۍ د څه باندې ۱۶۰ هیوادونو له ډلې څخه ۹۹ هیوادونه چې د کرونا وبا له امله يې خپل سرحدونه تړلي، مهاجرو يا پناه غوښتونکو ته د رسيدګۍ په برخه کې کومه استثنا قایل شوي نه دي.

Schweiz Flaggen vor dem Völkerbundpalast, Vereinte Nationen
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د سازمان مقرانځور: Kim Petersen/imageBROKER/picture alliance

ګراندي اعتراف وکړ چې ډېر امکان شته چې زيات هغه داخلي بې ځايه شوي چې د کرونا وبا پر وخت نه دي توانيدلي له خپلو هیوادونو څخه ووځي، د کرونايي وضعیت په ښه کيدو او په محدوديتونو کې د آسانتياو او د سرحدونو د بيرته پرانیستلو په صورت کې به خپل هیوادونه پريږدي.

هغه وويل: «يو ښه مثال يې متحده ایالات دي. موږ وليدل چې په وروستیو مياشتو کې هلته ډيرو خلکو ځانونه رسولي دي.»

د کډوالو چارو ادارې په رپوټ کې راغلي دي چې د تيرکال په پای کې ۵،۷ ميلیونه فلسطینیان، ۳،۹ میلیونه ونيزويلایان او سربیره پر دې ۲۰،۷ ميليونه کسان له نورو هیوادنو څخه مهاجر شوي دي. دغه راز ۴۸ ميلیونه نور په خپلو هيوادونو کې بې ځايه شوي دي. په دې منځ کې ۴،۱ ميليونه کسان د پناه غوښتونکي شوي دي.

اوس په نړۍ کې په ترکيه کې تر ټولو ډير يعنی ۳،۷ میليونه مهاجر میشت دي چې اکثریت يې د سوريې دي. تر ترکيې وروسته کولمبیا دی چې له وينزويلا سره ګډ سرحد لري او د افغانستان ګاونډی هیواد پاکستان بيا په دريم ځای کې راځي چې ډيرو مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی.

اې پي/م.ک.ص./ن.ز.