1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په يونان کې يو افغان مهاجر د کرونا له کبله مړ شوی دی

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

د يوناني چارواکو په حواله د پناه غوښتونکو په یوه کمپ کې يو کس پر کرونا تر اخته کيدو وروسته مړ شوی دی. دغه ۶۱ کلن سړی افغان وو چې پر کرونا تر اخته کيدو وروسته د مالاکاسا کمپ څخه د اتن يوه روغتون ته انتقال کړل شوی وو.

https://p.dw.com/p/3j5Yh
Griechenland Lesbos | Flüchtlingssituation nach dem Brand in Moria
انځور: DW/M. Karakoulaki

د يکشنبې په ورځ د يونان مهاجرينو وزارت ويلې، چې د مالاکاسا له کمپ څخه ۶۱ کلن افغان چې اتن ته انتقال شوې وو، د يونان پلازمينې په دغه روغتون کې یې ساه ورکړې ده.

د سپتمبر په مياشت کې د مالاکاسا او ورته نور نږدي کمپونه لکه شيستو، الايوناز د کرونا پيښو زياتوالې له کبله قرنطين شوي دي. د مالاکاسا دغه کمپ د موريا کمپ سوزيدلو له کبله په بیړنې ډول جوړ شوی . په موریا کمپ کې تر ۱۲ زره مهاجر اوسیدل. دغه نوي کمپ ته تر ليږدولو مخکې د ټولو مهاجرو د کرونا آزموينه ترسره شوې وه.

د يکشنبې په ورځ د يونان د مهاجرينو وزير نوتيس ميتراچي وويل چې د يونان په ټاپو ګانو کې هغه شمير کم عمره پناه غوښتونکي چې بې سرپرسته وو، کابو ټول د يونان خاوري ته انتقال شوي.

 آلمان منلې چې له هغوي څخه به پنځوس کسان قبول کړي. د آلمان د داخله چارو وزارت د معلوماتو له مخې ښايي د چهارشنبې په ورځ د کم عمره بې سرپرسته پناه غوښتونکو پنځوس تنه يې آلمان ته وليږدول شي.

زموږ له آرشيف څخه: