1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بوسنيا کې بند پاتې شوي مهاجر: ښايي موږ له منځه يوسي

۱۳۹۹ مهر ۱۲, شنبه

د بوسنيا په شمال لويديځ کې په سلونو مهاجر بند پاتې دي. د جمعې په ورځ د افغان او پاکستاني مهاجرو ترمنځ نښته کې هم دوه تنه وژل شوي دي. په داسې وخت کې چې هوا مخ په سړيدو ده، دغه مهاجر د ژوند له سخت وضعيت سره مخ دي.

https://p.dw.com/p/3jNUH
Bosnien-Herzegowina | Migranten in Bihac
د بوسنيا په بيهاج کې میشت مهاجرانځور: Marina Martinovic/DW

بوسنيا هرزګوينا د اروپا په سويل ختيځ کې يو نسبتا بې وزله هیواد دی. اکثره هغه پناه غوښتونکي چې غواړي ځانونه لويديځې اروپا ته ورسوي،د بوسنيا له له لارې سفرونه کوي. په حاضر وخت کې په سلونو مهاجر په دغه هيواد کې بند پاتې دي. دوی هڅه کوي د بوسنيا څخه ګاونډي هيواد کروشيا ته په غيرقانوني توګه واوړي، خو تر ډيره حده پوري نه بريالي کيږي. 

پولیس هره ورځ په سرحد کې په لسونو مهاجر نيسي او بيرته يې بوسنيا ته استوي. په بوسنيا کې هم عام خلک د مهاجرو له شتونه خوښ نه دي، دوی له حکومتي چارواکو څخه غواړي چې د مهاجرو کمپونه وتړلي.

۲۳ کلن بنګله ديشي مهاجر، محبوب الرحمان چې د ۲۰۱۹م کال په فبرورۍ مياشت کې د خپل هيواده راوتلی، غواړي د ژمې تر رسيدو مخکې ځان ايټاليا ته ورسوي. هغه په يوه ترپالي کمپ کې چې خپله مهاجرو جوړ کړی، اوسیږي. د هغه سره یې شاوخوا ۳۰۰ نورو هیوادوالو په دغه کمپ کې اوسيږي. رحمان د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «واقعا هوا ډيره سړه ده، باران هم وريږي. موږ اوبه او خواړه نه لرو او خلک ناروغان کيږي.»

دغه بنګله دیشی ځوان وايي کله چې په سرحد کې د پولیسو له خوا ونيول شي نو «شکنجه» کوي يې او بيرته یې په اجباري توګه بوسنيا ته استوی. هغه وايي: «هغوی [پولیس] زموږ هر څه، لکه جاکټ، بيک، غذا، بوټونه او پیسې اخلي.» خو کروشیايي چارواکو بيا دغه ډول تورونه تل رد کړي دي.

Migranten in Bosnien und Herzegowina
د بوسنيا په ويلکا کلادوسا ځنګه کې يو مهاجر د ترپالي خیمې لاندې ویده دی انځور د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر ۲۵مې انځور: Kemal Softic/AP Photo/picture-alliance

په بوسنيا کې اکثريت بند پاتې شوي مهاجر، د افغانستان، پاکستان، بنګله ديش او مراکش هيوادونو اتباع دي. 

په عين وخت کې د مهاجرو ترمنځ نښتې هم رامنځ ته کيږي. پولیس وايي د پاکستاني مهاجرو او يوې بلې ډلې تر منځ چې ويل کيږي افغانان دي، نښته شوې چې په ترڅ کې يې دوه پاکستاني مهاجر مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د مهاجرت نړيوال سازمان (آي او ام) اټکل کوي چې په بوسنيا کې حاضر وخت شاوخوا ۲۵۰۰ مهاجر ژوند له سرپناو پرته ژوند کوي.  په بوسنيا کې د دغه سازمان استازی پيتر فان دير آويرارت ويلی دي، «موږ په ډيرې چټکۍ د يوه انساني بحران پر لور روان يو.» هغه زياته کړې: «موږ د يو خطرناک وضعيت سره مخامخ يو. د بې سرپناه مهاجرو شمیر به د نومبر مياشتې تر پايه پورې۴۵۰۰ تنو ورسيږي.» دا په داسې حال کې ده چې هلته په ژمي موسم کې د واورې ورښت لوړ او د حرارت درجه هم ډيره سړه ښودل شوې ده.

بوسنيايي چارواکو د تيرې چهارشنبې په ورځ په بيهاج کې د مهاجرو یو کمپ چې د ملګرو ملتونو له خوا اداره کېده، وتاړه. په دغه کمپ کې شاوخوا ۲۰۰۰ مهاجر اوسيدل. يوه ځايي چارواکي، مصطفی روزنيک وويل دغه کمپ  «د امنيتي او روغتيايي ستونزو يو مرکز وو.» چارواکي غواړي په ويليکا کلادوشا کې د مهاجرو د منلو يو مرکز چې ۷۰۰ کسان په کې ژوند کوي هم په نژدې راتلونکې کې وتړي.

د یادو دوو سيمو اوسيدونکو څو ځله د مهاجرو د شتون په اړه اعتراضونه کړي دي. دوی غواړي چې د مهاجرو کمپونه بايد وتړل شي.

دويچه وله د/م.ک.ص