1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: په مدرسو کې د هندوانو د مذهبي کتابونو تدريس ته غبرگون

۱۳۹۹ اسفند ۱۹, سه‌شنبه

د هند د معارف وزارت له خوا د مدرسو په نصاب کې د هندوانو د مذهبي کتابونو د شاملولو تر پريکړې وروسته، د مسلمانانو مذهبي مشرانو سخت مخالفت څرګند کړی. خو حکومت ويلي چې د راماين او ګيتا درس به د شاګردانو له پاره اختياري وي.

https://p.dw.com/p/3qP4D
Bangladesch Islam - Szenen aus Madrasa
انځور: DW/M. Mamun

په هند کې د مسلمانانو مذهبي مشرانو ويلي دي چې د مدرسو د رامنځته کېدو اصلي مقصد د اسلامي علومو تدريس دی او حکومت د مدرسو په نصاب کې د مداخلې حق نه لري.

د «هندوتوا» پر نظريې د برابرولو اجنډا

مسلمانان وايي چې د مودي حکومت دا پريکړه د هندوستان د «هندوتوا» په نظريې د برابرولو د نورو حکومتي اقداماتو برخه ده.

هندوتوا د مذهب پالو هندوانو يو سياسي او د هندوانو د يوه دولت د قيام له پاره يو سياسي غورځنګ دی چې «د هندوانو د برلاستوب او هندو مذهب پر اساس د ژوند تیرول یې نظريه ده.»

هندی ژورنالیست او د «جديد خبر» په نوم ورځپاڼې څخه معصوم مراد آبادي د دويچه ويله له اردو څانګې سره د خبرو پر وخت وويل: «که څه هم چې هڅه کيږي چې د هند ټولې کليدي څانګې د هندو مذهب سره عیار شي خو په دې ترڅ کې د تعليم او تدريس څانګې ته ډېره پاملرنه کيږي تر څو د شاګردانو او محصلينو ذهن سازي وشي او هغوی په هندوتوا نظريه کې مدغم کړای شي.»

نوموړي زياته کړه چې د هند سيکولر تعليمي سيسټم لا دمخه د هندوانو تر اغیز لاندې دی، اوس د ديني مدرسو وار دی چې د اسلامي علومو او شريعت د زده کړې له پاره ځانګړې دي او د هند د اساسي قانون د ۲۵ مادې پر اساس هغوی حق لري چې اسلامي علوم تدريس کړي. خو نوموړي زياته کړه چې حکومت اوس د هندو مذهب د رواجولو اجنډا پر مخ وړي.

اصل خبره څه ده؟

د هند د زده کړو وزير رميش پوکهريال د لیرو زده کړو د ملي ادارې يا اين آيي او ايس د درسې موادو د جاري کولو پر وخت ويلي ول چې په دې نصاب کې د هند د علومو او فلسفې په آسانه ژبه د وړاندې کولو هڅه شوې ده او له دې سره به د پخوانيو علومو د زده کړې ترڅنګ د شاګردانو د وطن دوستۍ احساس هم پياوړی شي.

نوموړي وزير ويلي ول: «موږ به د دې نصاب ګټې تر مدرسو هم ورسوو او نوي نسل ته د هندي کلتور، میراث، فلسفې او قديمو علومو په رسولو کې به د اين آيي او ايس دا هڅې ډېرې مهمې ثابتې شي.»

Bildergalerie Shivaratri Festival
په دې نصاب کې د ګيتا او راماين پر تدریس سربیره د هندوانو د درملنې طريقه او د يوګا تمرينونه هم شامل ديانځور: Reuters/N. Chitrakar

په دې نصاب کې د راماين او ګيتا پر تدريس سربیره د هندوانو د علاج طريقه «پتنخلي»، د يوګا تمرينونه او سوريه نمسکار شامل دي. همدا راز به د عملي کار په ترڅ کې د غوا د څرولو او د غواو د فضلې د پاکولو په څير کارونه شامل وي.

د اين آيي او ايس مشر سروج شرما په دې اړه وويل چې نوي نسل ته د هند د کلتور د رسولو د هڅو په ترڅ کې دا نصاب اوس په ۱۰۰ مدرسونو کې پيليږي چې ۵۰ زره شاګردان پکې په زده کړو بوخت او په راتلونکي کې به دا نصاب ۵۰۰ مدرسو ته وغځول شي.

د مسلمانانو د مذهبي مشرانو اعتراض

د مسلمانانو مذهبي مشرانو د حکومت پر دې پریکړه سخت احتجاج کړی دی او ويلي یې دي چې اين آيي او ايس د مدرسو د نصاب په اړه د پريکړې واک نه لري.

په هند کې د اسلامي علومو د مشهورې ادارې، د لکهنو د درالعلوم فرنګي محل مشر او د هندي مسلمانانو د سرتاسري  ټولنې «آل انډيا مسلم پرسنل لا بورډ» غړي مولانا خالد رشيد فرنګي محل وويل: «په هند کې دوه ډوله مدرسې دي، يو هغه چې د مدرسو د بورډ يا هيئت تر سيوري لاندې فعاليت کوي او نورې هغه چې مسلمانان یې خپله چلوي. هغه مدرسې چې حکومت یې چلوي یعني د مدرسه بورډ له خوا اداره کيږي، هغه خو مجبورې دي چې حکومتي تګلارې عملي کړي خو آزادې مدرسې خپلې پريکړې پخپله کوي او اين آيي او ايس دې ډول آزادو مدرسو ته د امر کولو اختيار نه لري.»

د سلطان المدارس په نوم مدرسې د منتظمينو د مجلس غړي مولانا يعقوب عباس وويل چې که حکومت په مدرسو کې د ګيتا او راماين تدريس غواړي نو بيا د هندو مذهب پال ګوند راشتريه سيوم سيوک سنګ په درسي محفلونو کې ولې د قرآن کريم درس نه پيلوي. نوموړي وويل: «که حکومت په مدرسو کې د خپلو پريکړو د عملي کولو هڅه وکړه نو له سخت مخالفت سره به مخامخ شي.»

د حکومت څواب

د تعليم د برخې کارپوه پروفيسر نديم حسنين وويل که څه هم چې په مدرسو کې د ګيتا او راماين په څېر کتابونو تدريس بده خبره نه ده، خو ستونزه هغه وخت رامنځته کيږي چې حکومت یې په زور د عملي کولو هڅه کوي.

تر دې شخړې وروسته اين آيي او ايس له خوا وويل شول چې د نورو مضامينو ترڅنګ د راماين او ګيتا دا نصاب هم د هر چا له پاره دی خو د لیرې زده کړو په سيسټم کې هر شاګرد کولی شي چې د خپلې خوښې مضمون انتخاب کړي. زياته شوې چې د هر شاګرد له پاره به د ګيتا او راماين لوستل اړين نه وي خو که کوم شاګرد غواړي چې دا مضامين ولولي نو دا آسانتيا ورته موجوده ده.

ب. ص/ ن. ز (Javed Akhtar)