1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کوټه: بمې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي

۱۳۹۹ آبان ۴, یکشنبه

د کوټي ښار په هزارګنجي سيمه کي يوې جاودنې لږ تر لږه لسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دا په داسي حال کي چي په کوټه کي د اپوزيسيون لويه غونډه ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3kPpS
Pakistan Autobombe Anschlag Terror
د آرشيف انځورانځور: Reuters/N. Ahmed

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د يکشنبې ورځې (د ۲۰۲۰ د اکتوبر ۲۵مه) په يوه چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. دغه خبره د بلوچستان پولیسو کړې او زياته کړې يې ده چې چاودنه کوټې ښار ته څيرمه رامنځ ته شوې ده.

د کوټې د پولیسو يوه افسر، منیر احمد د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د وژل شوو کسانو درې جسدونه او شپږ ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.»

منیر احمد وويل چې ماين په يوه موټرسايکل کې ځای پر ځای شوی وو او دغه موټرسايکل د هزارګنجي سيمې په ګاونډ کې د سبزيو په يوه مارکيت کې درول شوی وو چې وچاوديد. د کويټې د استخباراتو ادارې يوه چارواکي هم د دغه معلومات تائيد کړي دي.

د يکشنبې ورځې چاودنه په داسې يوه وخت کې شوې چې د پاکستان د اپوزيسيون ائتلاف، د لومړي وزير، عمران خان پر ضد د خپلو اعتراضونو په ادامې، د کوټې ښار په مختلفو سیمو کې د لاريون په موخه راټول شوي ول.

د چاودنې مسئوليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

آژانسون/م.ک.ص./ا.ا.