1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د قطر په هوايي ډگر کي د ښځو ځورولو پيښه د ويلو نه ده»

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

د استراليا حکومت سدني ته د پرواز پر وخت له مسافرو ښځو سره د قطر د چارواکو چلن غندلی دی. تر هغه وروسته چې د دوحې په هوايي ډګر کې يو نوی زيږيدلی ماشوم وموندل شو، له دغو مېرمنو څخه تحقيقات وشول.

https://p.dw.com/p/3kRTD
Archivbild Qatar Airways Airbus A350 Flugzeug
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst

د اکتوبر پر دويمه نیټه سدني ته د قطر هوايي شرکت د يوې الوتکې پرواز ځنډول شوی وو او په حماد نړيوال هوايي ډګر کې له ځينو ښځو څخه چې دیارلس یې د استراليا وې، پلټنې ترې ترسره شوې وې.

د استراليا د بهرنيو چارو وزارت له دغو ښځو سره چلن غير مناسب بللی او ویلي يې دي چې دغه چلن تر هغو حالاتو چې دوی پکښې په خپله خوښه او له پېښې څخه د معلوماتو په درولودو غبرګون ښوولی وای، ډېر لیري وو.

د بهرنيو چارو وزيرې ماريزه پاینې خبريالانو ته وويل: «دا د انديښمنو واقعاتو او توهين يوه مجموعه وه. ما په خپل ژوند کې داسې څه نه وو ليدلي. موږ د قطر له چارواکو سره په دې اړه خپل روښانه دريځ شريک کړی دی.»

پاينې وويل: «په دې هکله تر اقدام دمخه استراليا د قطر له چارواکو څخه د يوه رپوټ غوښتنه کړې ده.»

د قطر د هوايي ډګر چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته په ليږدول شوې اعلامیه کې ويلي دي چې په هوايي ډګر کې موندل شوی نوی زيږيدلی ماشوم تر اوسه نه دی پيژندل شوی او د پالنې له پاره مدني او طبي کارکوونکو ته سپارل شوی دی.

زياته شوې ده چې طبي عمله یې د مور د روغتيا په اړه اندیښمنه ده او د هغې د لټون غوښتنه یې کړې ده.

په اعلاميه کې زياته شوې ده چې له «هغو کسانو څخه چې د هوايي ډګر هغه ځانګړې ساحې ته چې دغه نوی زيږيدلی ماشوم پکښې موندل شوی وو، لاس رسۍ لري، د مرستي غوښتنه شوې ده.»

په اعلاميه کې په دې اړه د جبري پلټنو خبره رد شوې ده. خو د «سیون نيت ورک نيوز» په حواله يو شمير ښځې د سړک پر غاړه په ولاړ امبولانس کې معاينه شوې وې.

وولفنګ بيبيک چې استراليا ته د ستنېدو په موخه یې په دې الوتکه کې سفر کاوه، ويلي چې له الوتکې څخه د هر عمر ښځې د معاينې له پاره ښکته کړل شوې وې. د نوموړي په خبره کله چې دغه ښځې بيرته الوتکې ته راستنې شوې نو ډېرې خفه وې.

بيبيک زياتوي: «يوې نسبتاً ځوانې ښځې ژړل او خلک پوهيدل چې څه ورسره شوي دي.» د نوموړي په خبره دغه ښځې ويلي ول «چې موږ ته وويل چې کالي مو وباسو او بيا یې زموږ معاينه وکړه چې ماشوم خو به يې نه وي زيږولی.»

له قطر څخه د ستنې شوې دغه الوتکې ټول مسافر اوس په سدني کې د کرونا د تدابیرو په ترڅ کې قرانطين شوي دي.

په قطر کې هم د منځني ختیځ د ډيرو هيوادونو په څیر مخکې له واده ماشوم زيږول جرم دی. په ماضي کې هم هلته ميشتو مهاجرو کارکوونکو خپله ميندواري پټوله او نورو هيوادونو ته د ماشومانو د زيږون له پاره سفر کوي. ځيني یې بيا خپل ماشومان يوځای پريږدي، څو له جزا څخه ځان وساتلی شي.

ب.ص/ن.ز (AP)