1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نيول شوی دی»

۱۴۰۰ خرداد ۱۴, جمعه

د پاکستان پوليسو نن جمعه سهار وختي د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) مشر منظور پښتين د خپلو څوو نورو ملګرو سره نيولی دی.

https://p.dw.com/p/3uPzW
#speakup barometer Pakistan l Manzoor Pashteen
انځور: Qurratulain Zaman

د غورځنګ غړې سنا اعجاز د خپلې فيسبوک پاڼې له لارې دا ګام غندلی دی او غوښتنه یې کړې ده چې پښتين او نور ملګري یې دې ژر تر ژره آزاد کړل شي. هغې زياته کړې چې د نوموړي د آزادولو له پاره به په پراخه کچه مظاهرې ترسره شي.

د پاکستان پوليسو منظور پښتين تېر کال هم د امنيت د ګډوډولو په تور نیولی وو چې څه موده وروسته بيا آزاد کړل شو. خو د اوسنۍ نيونې په اړه لا نور جزيات نه دي په ډاګه شوي.ولسمشر غني د منظور پښتین په نیولو خواشیني ښوولې

د ياد غورځنګ يو بل مشر او د پارلمان غړی علي وزير هم له څو میاشتو راهيسې په زندان کې دی او تر اوسه يې په ضمانت د آزادولو ټولې هڅې ناکامې شوي دي.

د غورځنګ غړې سنا اعجاز ويلي د نوموړي د آزادولو له پاره به په پراخه کچه مظاهرې ترسره شي.

د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشت کې هم د منظور پښتين تر نيول کیدو وروسته د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې پراخې مظاهرې ترسره شوې وې.