ولسمشر غني په هرات کې؛ خبریالانو یې پوښښ تحریم کړی
۱۳۹۹ بهمن ۲, پنجشنبهکه څه هم هرات ولایت ته د ولسمشر غني دغه رسمي سفر د دې ولایت او سیمې د امنیتي وضعیت ارزونه بلل شوې خو د هرات یو شمیر ښاریان بیا دغه سفر سمبولیک ګڼي. له ولسمشر غني سره په دې سفر کي د هغه لمړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د کابیني بوشمر غړي هم مل دي.
ولسمشر د خپل سفر په پیل کي د هرات نړیوال هواېې ډګر د خواجه عبدالله انصاري په نوم ونوموی او په دې هکله په جوړو شویو مراسمو کې یې وویل چې نن د خوشحالۍ ځاې دی چي حکومت یو ځل بیا د داسې روحاني شخصیت د نوم د ژوندي ساتلو هڅه کوي چي نیک نوم یې پر نړۍ خپور دی. ولسمشر غني تر دې وروسته د ۲۰۷ ظفر قول اردو پر لور ستون شوو تر څو هلته د پوځي چارواکو او د لویدیځ د میشتو مسئولینو او افسرانو سره لیده کاته وکړي.
تمه ده چي ولسمشر په هرات کې د دولتي اتفاق اسلام ورځ پاڼي د سل کلنۍ کلیزي او د هرات د ادبي انجمن په کلنۍ غونډه کي هم ګډون وکړي.
بلخوا د هرات یو شمیر ښاریان تر ډیره د ولسمشر یاد سفر نمایشي بولي او انتقاد کوي چي د ولسمشر په راتګ سره د دوو ورځو له پاره بازار بندیږی او خلک کاروبار ته نه پریښودل کیږي. د دوی په خبره ښار امنیتي بڼه خپلوي او تر ډیره بریده په اوسنیو بدو امنیتي او اقتصادی شرایطو کي د دارنګه سفرونو تر ګټي خلکو ته زیان ډیر رسیږی.
د خبریالانو تحریم
بل لوري ته هراتي خبریالانو د ولسمشر د راتګ خبر ځکه تحریم کړ چې تمه وه ولسمشر یا هم د هغه لمړی مرستیال امرالله صالح د ژورنالستانو پوښتنو ته ځواب و وایي خو داسې ونسول او تر ساعتونو انتظار وروسته پریکړه وشوه چي د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایي.
په لویدیځ کي د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب کمیټې مسئول همایون نظري، وویل چې په اوسنیو سختو شرایطو کي ورځ تر بلې د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاس رسي پر وړاندي محدودیتونه زیاتیږي نو لازمه وه چې ولسمشر دلته د خبریالانو پر وړاندي د هغوې مسلک ته په درناوي سره حاضر شوې واې او د دوی پوښتنو ته یې ځواب ورکړی وای.
ولسمشر غني داسې مهال هرات ته سفر کوي چې د هیواد په غرب کې دغه ولایت په ورستیو کي د پراخي نا امنۍ، ترور، سړي تښتونو او د طالبانو د پراخو تحرکاتو او د افغان ځواکونو د تلفاتو شاهد وو.
عتیق الله مطمئن، هرات