1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سویس کې پر برقعې د بندیز پريکړه شوې

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

په سويس کې په عامه ځایونو کې بشپړ حجاب لرونکي مسلمانې ښځې ډیر لږ لیدل کیږي، خو سره له دې هم په دغه هیواد کې پر برقعې د بندیز لګول کیدو په اړه ریفرنډم ترسره شو. د لومړیو پایلو له مخې کوچني اکثریت د بندیز ملاتړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/3qLG4
Schweiz  Lugano | Frau mit Niqab
انځور: FABRICE COFFRINI/AFP/Getty Images

د یکشنبې په ورځ د سویس هیواد په عامه ځایونو کې «په بشپړ ډول د ښځو پر مخ پټولو بندیز» په هکله ریفرنډم یا ټولپوښتنه ترسره شوه. د لومړنیو پایلو څخه معلومیږي چې ۵۱،۲ سلنه خلکو د ښځو پر بشپړ حجاب یا مخ پټولو د بندیز لګول کیدو په حق کې رایه ورکړې ده.

دا ریفرینډم پر برقعې د بندیز په اړه له کلونو راهیسې روانو بحثونو او د فرانسې، بلجیم، او هالنډ په څیر اروپایي هیوادونو کې د دا ډول بندیزونو تر نافذیذلو وروسته ترسره شوی دی.

 سویس کې یو جمهوري نظام حاکم دی او د شخړیزو مسائلو په اړه په کې ریفرنډم ترسره کیږي. که د یوې موضوع په اړه ۱۰۰ زره لاسلیکونه را ټول کړای شي نو په دغه شاوخوا ۸،۶ میلونه نفوس لرونکي هیواد کې د هغې موضوع په اړه ریفرنډم ترسره کیږي. 

تر دې ټولپوښتنې مخکې داسې اشارې موجودې وې چې دغه حرکت به ډیر معمولي اکثریت ترلاسه کړي.

په بندیز کې کوم شیان شامل دي؟

د بندیز تر نافذیدو وروسته به هیڅ څوک په عامه ځایونو کې د هغو له جملې څخه هټۍ او کلیوالي سیمو کې په بشپړ ډول د مخ پټولو اجازه ونه لري، خو په ځینو استثنایي حالاتو لکه عبادتځایونو کې به په دې برخه کې مراعات یا نرمښت موجود وي.

په دغه وړاندیز کې په خاص ډول د برقعې یا نقاب یادونه نه ده شوې، خو دا خبره واضحه ده چې دلته هدف د ښځو د مخ پټولو اسلامي طریقه ده چې یو شمیر مسلمانې ښځې بی له سترګو څخه نور ټول مخ او بدن پټوي. د سویس په دوو ایالتونو کې لا د پخوا څخه دا ډول بندیز موجود وو.

ښي اړخي ګوند سویس پيپلز پارټي پر برقعې د بندیز بشپړ ملاتړ کړی دی. د یادونې وړ ده چې د دغه هیواد د وګړو یوازې ۵،۵ سلنه یې مسلمانان تشکیلوي چې د هغو له ډلې څخه د بشپړ حجاب لرونکو مسلمانو میرمنو شمیر ښايي یوازې ۳۰ تنو ته رسیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

پر ورته موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: