1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هغه اهداف باید تعریف شي چې د آلمان پوځ ورته رسیدل غواړي»

۱۴۰۰ دی ۹, پنجشنبه

آلمانی جنرال یورګ وولمر، په ريښتینې ډول په افغانستان کې د آلماني پوځ د شل کلن ماموریت د ارزونې او په انتقادي ډول د دغه هیواد د روانو ماموریتونو د تحلیل او شننې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/44yzK
Außenminister Steinmeier in Afghanistan ISAF Generalmajor Jörg Vollmer
په انځور کې ښي خواته د آلمان ولسمشر فرانک ولټر شټاینمایر او چپ ته جنرال یورګ وولمرانځور: picture-alliance/dpa

آلماني جنرال یورګ وولمر له NDR Info شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې له هیواده بهر روان او راتلونکي ماموریتونه باید «واضح تعریف او په پرله پسې ډول و ارزول شي چې موږ کومې موخې ته رسیدل غواړو.»

د هالنډ په برونسوم ناحیه کې د ناټو د ګډو ځواکونو د قوماندې دغه ویاند وویل کله چې سړی ټاکل شوي هدف ته ونه شي رسیدلی، بیا نو باید انسان کوچني یا عملي کیدونکي اهداف وټاکي او یا پریکړه وکړي چې «هر څه پای ته ورسوي».

وولمر له افغان سیمه ایزو ځواکونو سره په دوبي کې له افغانستان څخه د آلماني ځواکونو تر وتلو لږ مخکې او وروسته پر شوي چلند نیوکه وکړه: «دا په واقعیت کې شرمناکه ده چې په نهایي مرحله کې موږ له هغو کسانو سره داسې چلند وکړ چې دومره ډیر کلونه یي زموږ ملاتړ کړی و او موږ په دې پوهیدلو او کولی مو شول چې دوی ډیر مخکې آلمان ته راوړو.»

وولمر دې ته د آلمان په نورو ماموریتي ساحو کې د پوځ سیمه ایزو همکارانو ته د منفي سګنال استولو په نظر ګوري.

د آلمان پوځ د جون په پای کې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورساوه. د دې په تعقیب په ډیرې چټکې سره طالبان بریالیتوب ته ورسیدل، او د آلمانانو او له خطر سره مخامخ افغانانو د راايستلو ماموریت پيل شو.

اوس د آلمان حکومت غواړي په افغانستان کې په ځانګړي توګه له خطر سره مخامخ کسانو د تخلیه کولو پروګرام ګړندی کړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې آنالینا بيربوک، تر کرسمس مخکې ویلي دي چې د ویزې د ورکړې په برخه کې به د بوروکراتیک بهیر خنډونه را کم کړي.

ویل کیږي چې د دا ډول کسانو شمیر ۱۵۰۰۰ ته رسیږي چې د آلمان حکومت یي منلو ته تیاری ښودلی دی.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز