1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سياسي پناه

د پناه غوښتنې حق په دې معنا دی چې هر هغه څوک چې په خپل هېواد کې ځورول کيږي، کولی شي په نورو هېوادونو کې محافظت ترلاسه کړي.

د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه کې راغلي «هر څوک چې د تعقيب او ځورنې له کبله په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي، حق لري پناه ترلاسه کړي.» د دې اعلامیې او نورو تړونونو پر اساس هر څوک چې په خپل هېواد کې د نژاد، طبقې، دين، سياسي دريځ او په ځينو ځانگړو ډلو کې د غړيتوب او يا د خپلو ټولنیزو فعاليتونو له کبله تعقيبيږي، کولی شي په يوه بل هېواد د سياسي پناه غوښتنه وکړي. د آلمان په اساسي قانون کې د سياسي پناه حق د يوه بنسټيز حق په توگه درج دی. په دې پاڼه کې د سياسي پناه په تړاو د دويچه ويله د مطالبو مجموعه ترلاسه کولی شئ.

نور مضمونونه را وښووی