1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پولنډ په کلیساګانو کې له ماشومانو ناوړه جنسي استفاده شوې»

۱۴۰۰ تیر ۸, سه‌شنبه

په پولنډ کې کاتولیک کلیسا په خپل یوه تازه رپوټ کې پر ۲۹۲ مذهبي مشرانو تور پورې کړی دی چې تر ۳۰۰ ډیرو کوچني هلکانو او نجونو څخه يې ناوړه جنسي استفاده کړې ده. چارواکو د ځينو پیښو د څېړنې خبر هم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3vksK
Symbolbild Kindesmissbrauch katholische Kirche
انځور: Imago Images/blickwinkel

د پولنډ کاتوليک کليسا د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۲۸مه) په خپل تازه خپاره شوي رپوټ کې پر ۲۹۲ روحاني مشرانو تور پورې کړی دی چې له سلګونو کوچنیو هلکانو او نجونو څخه یې ناوړه جنسي استفاده کړې ده.

د یادې کلیسا په حواله، دغه شکایتونه چې د ۱۹۵۸ نه تر ۲۰۲۰م کاله پورې دي، د ۲۰۱۸م کال په ترڅ کې یې د شکایتونو ثبتیدل پیل شوي دي. د کلیسا په خبره، د قربانیانو کورنیو، نورو روحاني مشرانو، رسنیو او نورو سرچینو دغه شکایتونه له کلیسا سره شریک کړي دي.

Infografik Kindesmissbrauch in der katholischen Kirche weltweit EN

په عین وخت کې د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د پولنډ د کاتولیک کلیسا مذهبي مشر په يوه انترنتي کنفرانس کې د قربانیانو له کورنیو څخه معذرت او بخښنه وغوښتله. د کلیسا د شمیرو له مخې، د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۰م کال د دسمبر میاشتې تر ۳۱مې نیټې پورې په مجموعي ډول له ۳۶۸ داسې کوچنیو هلکانو او نجونو څخه ناوړه جنسي ګټه اخیستل شوې چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي. یادې کلیسا ویلي دي چې ثبت شوي شکایتونه د ۱۹۵۸م کال نه نیولې د ۲۰۲۰م کال مودې اړوند دي.

زیاته شوې چې له دې شکایتونو ۱۴۴ پیښې یې بااعتباره دي او د پلټنو په لومړي پړاو کې دي، د ۱۶۸ نورو پیښو په هکله پلټنې روانې دي او ۳۸ نور پیښې یې بیا د کره معلوماتو د نه شتون له کبله رد شوي دي.