کندهار او کونړ کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۳۹۹ بهمن ۲۵, شنبهافغان چارواکو ویلي چې د افغان پوليسو ۱۲ تنه هغه مهال ټپيان شول چې د طالبانو يوه ځانمرګي بريدګر د افغانستان په کندهار ولايت کې يوه امنيتي پوستې ته څېرمه خپل موټر بم ته چاودنه ورکړه. دغه خبره د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کړې ده. د دغه وزارت وياند، طارق آرين، وويل چې بريد کوونکي وپېژندل او په نخښه شو مخکې له دې چې د ارغنداب ولسوالۍ کې پرتې دغې پوستې ته ورسيږي.
له دې سره هم مهاله د افغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې پنځه تنه پوليس په يوه شپني بريد کې د چپې درې په ولسوالۍ کې وژل شوي دي. دغه خبره د ولايتي شورا غړي، محمد ساپي، د آلمان خبري آژانس ته کړې ده. په افغانستان کې مرګوني بريدونه په داسې وخت کې دوام پيدا کوي چې د نړيوال ملاتړ لرونکي افغان حکومت او طالب اورپکو تر منځ د سولې په اړه خبرې اترې روانې دي. د اسلامي دولت په نوم ډله هم په وار وار په افغانستان کې بريدونه تر سره کوي.