پولنډ: افغان ماشومان زهرجنو پوڅکيو ووژل
۱۴۰۰ شهریور ۱۴, یکشنبهد وارسا د ماشومانو مرکزي روغتون خبر ورکړی دی چې د يوه شپږ کلن هلک ژوند يې ونه شو ژغورلی. يوه ورځ مخکې دغه هلک ته د زهرجنو پوڅکيو تر خوړلو وروسته د اينې يا ځيګر پيوند شوی وو.
د هغه پنځه کلن ورور هم د پنجشنبې په ورځ د زهرجنو پوڅکيو تر خوړلو وروسته مړ شوی وو. يوه ۱۷ کلنه نجلۍ بيا له روغتون څخه روغه راووتله. دغه کورنۍ د اګست په ۲۳مه د وارسا ښار جنوب کې يوه کمپ ته انتقال شوې وه.
د «اوکوپرېس» په نوم خبري صفحې په حواله دغه ۱۲ کسيزه کورنۍ د بريتانيې په هيله او غوښتنه له کابل څخه ايستل شوې وه ځکه چې پلار يې د بريتانيې له پوځ سره کار کړی وو.
کمپ ته تر رسېدو يوه ورځ وروسته دوی ځنګل ته ورته په يوه سيمه کې یې پوڅکۍ يا مرخېړي راټول کړل چې ښوروا يې ورڅخه پخه کړه. د پولنډ د خارجيانو د ادارې يوه وياند د جمعې په ورځ د رسنيو داسې راپورونه رد کړل چې ګوندې کډالو ته په کمپ کې کافي خواړه نه وو ورکړل شوي.
داسې ويل شوي دي چې کمپ ته په رسېدو سره دغو افغانانو ته د غرمې ډوډۍ او نور اضافي خواړه ورکړل شول. لويې څارنوالۍ اوس د کمپ د کارکوونکو په منځ کې د پېښې په هکله پوښتنې ګروېږنې او پلټنې شروع کړې دي.