انځورونه: د ختيځ او لوېديځ آلمان د یووالي ۳۴ کليزه
آلمان د اکتوبر درېمه خپل د یووالي جشن لمانځي. تر دوهمې نړېوالې جګړې وروسته پر ختيځ او لوېديځ ویشل شوی آلمان ۳۴ کاله مخکې بېرته سره یوځای شو، خو اوس هم د دواړو خواوو ترمنځ تفاوتونه حاکم دی.
د ناممکن، ممکن کېدل
یو وخت د دغو دواړو هيوادونو بېرته يوځای کېدل ناممکن برېښېده. د بېلتون تر ټولو ستر سيمبول د برلین دېوال وو. خو ګڼو سیاسي تحولاتو او د ختيځ او لوېديځ سیاستوالو په روشونو کې بدلون سبب شوو چې د یوځای کېدو خوب په واقعیت بدل شي.
ناببره اعلان
د ۱۹۸۹ کال د نومبر مياشتي پر نهمه، ګونتر شابووسکي چې د ختيځ یا ديموکرات آلمان له رهبرۍ څخه وو، اعلان وکړ چې لوېديځ آلمان ته د ختيځ آلمان د اوسېدونکو آزادانه سفر په رسميت پېژندل کيږي. د هماغې ورځې په مازديګر په زرونو خلک سرحد ته راغلل تر څو لوېديځ آلمان ته واوړي. د لوېديځ آلمان خلکو هم د هغوی تود هرکلی وکړ.
هانس مودرو
د ۱۹۸۹ کال د نومبر ۱۳مه: هانس مودرو د هغو څه چې لا هم له ختيځ آلمانه پاتې ول د ژغورنې مسئولیت پر غاړه واخیست. د ختيځ آلمان د خلق کمېټې د برلین دېوال تر نړېدو څلور ورځې وروسته، هغه د وزیرانو شورا مشر وټاکه. مودرو د «آلمان سوسیال متحد ګوند» یعنې په ختيځ کې د حاکم ګوند مشرۍ ته ورسېد. دا یو ځواکمن ګوند وو چې غړو ېې د مودرو کلک ملاتړ کاوه.
د هلموت کُهل لاس په کار کېدل
د نومبر ۲۸مه ۱۹۹۸: په دغه ورځ د آلمان د پخواني صدراعظم، هلموت کُهل، لس ماديز پلان د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ ته واورول شو چې د نورو اروپايي ملکونو غبرګون ېې له ځانه سره درولود. د فرانسې د هغه وخت خارجه وزیر رولان دوما، په دې ارتباط د آلمانيانو د «ودې په حال کې غرور» څخه خبره کړې وه. ويل کيږي چې کُهل د وحدت پلان له پاره له هيچا سره مشوره نه وه کړې.
عمومي استعفاوې
د ۱۹۸۹ کال د دسمبر ۳مه: د آلمان سوسیالیستي متحد ګوند د مرکزي کميټې او سیاسي دفتر ټولو غړو دسته جمعي استعفاوې وکړې.
په درېسدن کې د هلموت کُهل له شوره ډکه وینا
د ۱۹۸۹ کال د نومبر ۱۹مه: د آلمان د هغه وخت صدراعظم په ختيځ آلمان کې د درېسدن ښار د ښځو تخریب شوې کلیسا «فغاوين کيرشه» په مخ کې وینا وکړه. هغه د آلمان د یووالي په هکله وغږيد چې د ختيځ آلمان پر لسونو زره اوسیدونکې ېې شديد اغیز درولود.
پر امنيتي ادارو د خلکو هجوم
د ۱۹۹۰ کال د جنوري مياشتي پر ۱۵مه د ختيځ آلمان د امنيتي ادارو پر مرکزونو «شتازي» حملې پيل شوې. اکثره دغه مرکزونه د ولسي خوځښتونو تر کنټرول لاندې ول. پر امنيتي مرکزونو د خلکو تر حملو دمخه ډېرې دوسیې لادرکه شوې وې.
آزاد انتخابات
د ۱۹۹۰ کال د مارچ مياشتي پر ۱۸مه په ختيځ یا دیموکراتيک آلمان کې آزاد انتخابات پيل شول. هلموت کهل خلکو ته په انتخاباتو کې د ګډون له پاره شدید کمپاین وکړ. په انتخاباتو کې د آلمان مسيحي ديموکرات ګوند او ملګري ېې پر سوسیال ديموکرات ګوند بریالي شول. شاوخو یو ميلیون خلکو په انتخاباتو کې ګډون وکړ.
آلماني مارک د دواړو برخو له پاره
د ۱۹۹۰م کال د جولای میاشتې په لومړۍ ورځ نور د آلمان د دوو برخو د یو ځای کېدو شاتګ، ناممکنه وو. په نهایت کې د المان مارک د آلمان د دواړو برخو پولي واحد وګرځېد.
له واحد آلمانه د ګرباچوف ملاتړ
د ۱۹۹۰ کال د جولای ۱۵ او ۱۶: د پخواني شوروي اتحاد وروستي ولسمشر میخایل ګرباچوف په قفقاز کې په ناټو کې د آلمان له غړیتوبه ملاتړ وکړ. هغه وخت د ناټو په سازمان کې د واحد آلمان غړيتوب په شوروي اتحاد کې غوغاوې رابرسېره کړې وې.
د مالي تړون لاسلیک کول
د ۱۹۹۰ کال د سپتمبر په دوولسمه د آلمان د وحدت په تړاو د نړېوالو له خوا یوازينۍ پاتې مسئله، مالي موضوع وه. آلمان ژمن شو چې له شرقي آلمانه د سور پوځ د وتلو د مصرف په حساب شوروي اتحاد ته ۱۲ مليارډه مارک ورکړي. تر ډېرو بحثونو وروسته هلموت کهل تیار شو چې دغه هېواد ته ۳ مليارډ نور د پور په توګه هم ورکړي.
د آلمان د یو والي ورځ
د ۱۹۹۰م کال د اکتوبر ۳مه: په دوهمه نړېواله جګړه کې د کامیابو قدرتونو خارجه وزیرانو او د غربي برلین قوماندانانو، د آلمان په هکله له خپلو ټولو امتیازاتو سترګې پټې کړې. د ختيځ آلمان د پارلمان غړو وروستۍ غونډه جوړه او له وارسا تړون سره ېې خپل پرېکون اعلان کړ. د شپې پر ۱۲ بجو د واحد آلمان بيرغ په برلین کې د آلمان د پارلمان پر ودانۍ ودرول شو. په دغو مراسمو کې دوو ميلیونو خلکو ګډون کړی وو.
متحد آلمان وروسته له څه باندې درو لسیزو
د آلمان له یو والي اوس ۳۳ کاله کیږي. ډېر په دې عقیده دي چې د آلمان د یووالي لاسته راوړنې په هغه حد کې نه دي چې تمه ېې کېده.
د آلمان په ختيځ کي د ښی اړخي ګوند بريا
د نظر سنجیو پر اساس نن ورځ د آلمان له پاره بديل ګوند محبوبیت په ځانګړې توګه د آلمان په ختيځو ايالتونو کې زیات شوی. دغه ګوند، د ۲۰۲۱م کال په انتخاباتو کې په زاکسن ایالت کې نژدې ۳۶ سلنه راېې وګټلې.
تبعیض
د وروستيو کلونو په جریان کې په آلمان کې دمهاجرو ضد انګیزې د پام وړ زياتې شوي او په عامه افکارو کې ېې هم ځای موندلی دی. دغه وضعیت په آلمان کې د سیاستوالو اندېښنې راپارولي دي.
بې کاري
سسته اقتصادي وده، ټيټې پانګونې او کاري فرصتونه د هغو دلایلو له جملې څخه دي چې د آلمان په ختيځ کي د لوېديځ په پرتله د بیکارۍ کچه ډېره وي. دا یو له هغو دلایلو هم دی چې د آلمان په لوېديځ کې خلک په اسانۍ د آلمان له پاره بدیل ګوند ته ورجذب شي.
په عوایدو کې توپير
د آلمان د وحدت له ۳۰ کاله زیات وخت تېرېدو باوجود، لاهم په ختيځ او لوېديځو ایالتونو کې تفاوتونه موجود دي. د تازه ارقامو پر اساس، په شرقي ایالتونو کې د خلکو ناخالص میاشتنی عاید، د غربي ايالتونو په پرتله په اوسط ډول ۶۰۰ یورو کم دی.
په شورینر ښار کې د آلمان د یووالي مراسم
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاینمایر، د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر مياشتې پر ۳مه په شورینر ښار کې ختيځ او لوېديځ آلمان د یووالي ورځې په مناسبت غونډه کې ګډون وکړ.