1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا د کرونا واکسين د کارولو اجازه ورکړه

۱۳۹۹ آذر ۱۲, چهارشنبه

بريتانيا د لومړي هيواد په توگه د آلمان د بيونتيک او فايزر شرکت د کرونا واکسين کارولو ته اجازه ورکړې ده. دغه واکسين به راتلونکي اوونۍ توزيع شي.

https://p.dw.com/p/3m6VF
Biontech Covid-19 Impfstoff
انځور: Laci Perenyi/picture alliance

د رويترز خبري آژانس په حواله نن، چهار شنبه سهار د بريتانيا چارواکو ويلي چې د درملو اړونده ادارې د کرونا واکسين ته عاجله اجازه ورکړې ده.

د بريتانيا د روغتیا وزير مات هانکوک وويل: «سر له راتلونکې اوونۍ څخه به په ټوله بريتانیا کې دغه واکسين ترلاسه کیدلای شي. دا ډېر ښه خبرونه دي.»

د سه شنبې په ورځ د بيونتيک او فايزر شرکت د اروپا د درملو ادارې «اي ام اې» ته د کرونا د همدې واکسين د مشروط جواز ترلاسه کولو له پاره غوښتنليک وړاندې کړ.

که چېرې دغه اداره اجازه ورکړي نو دا به د روان ميلادي کال تر پايه پورې په اروپا کې د کرونا واکسيناسيون د پېل زمينه برابره کړي.

۹۵ سلنه اغیزمنتوب

د بيونتيک او فايزر شرکت په حواله دغه واکسين د آزموينو په ځينو پړاونو کي ډېر موثر ثابت شوی دی او د کوويد- ۱۹په مقابل کې يې ۹۵ سلنه اغیزمنتوب ښوولی دی. زياته شوې چې دغه واکسين د هر سن په کسانو کې ښه نتايج ورکړي او عملاً هیڅ جانبي عوارض یې نه دي ښوولي.

د درملو د دغه شرکت په حواله دغه واکسين په هغو کسانو کې چې سن یې له ۶۵ لوړ دی، تر ۹۴ سلنه زيات موثريت لري. دا چې دا واکسين به په پراخه کچه د ويروس په مقابل کې څومره اغیزمن وي او د خپریدو مخه به یې ونيسي او که نه، لا معلومه نه ده.

د اروپا د درملو اداره «اي ام اې» به په روانه مياشت کې د بيونتیک او فايزر شرکت همدې واکسين ته د جواز د ورکړې په اړه سلا مشورې وکړي چې د دې مشورو نتيجه بايد د دسمبر تر ۲۹ نیټې پورې په ډاګه شي.

ب. ص/ ن.ز (ډي پي ای، ای ایف پي، رويترز)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب