1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنټاګون خپله نوې جنګي الوتکه بي ۲۱ معرفي کړه

۱۴۰۱ آذر ۱۲, شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د اټومي وسلو د لېږد توان لرونکې خپله نوې الوتکه معرفي کړه. دا داسي وخت چي د چين سره د ممکنه لانجې اندېښنې زياتي شوي دي.

https://p.dw.com/p/4KRCO
USA stellen neuen Atom-Bomber vor
انځور: David Swanson/REUTERS

د (B-21 Raider) ډوله الوتکي د جوړولو کارونه او پروسه مخفي ساتل شوې وه. د رادار له خوا نه کشف کېدونکې دغه الوتکه چي اوس بشپړه شوې ده، په داسي حال کي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د دسامبر دويمه نېټه) معرفي کړل شوه، چي د ايالاتو او چين تر منځ د ممکنه لانجې په تړاو اندېښنې زياتي شوي دي.

دغه الوتکه د امريکا متحده ايالاتو له خوا جوړېدونکو جنګي الوتکو په لړۍ کي د ديرشو څخه زياتو کالونو وروسته لومړۍ نوې الوتکه ده. د دغه پروګرام تقريبا هره برخه مخفي ساتل شوې ده. د امريکا د متحده ايالاتو د هوايي ځواک په پالمډېل کي د «بي ۲۱ رايډر» لومړۍ بڼه په داسي حال کي ليدلو ته وړاندي کړل شوه چي سخت کنټرول نيول شوی وو. په دغه ننداره کي لومړی هغه درې الوتکي وړاندي کړل شوې چي تر مخه لا په استعمال کي دي. دغه درې الوتکي له«بي ۵۲ستراتوفورترېس»، «بي ۱لانسر» او «بي ۲ سپيريټ» څخه عبارت وې.

«په افغانستان کې جنگي بې پېلوټه الوتکو ته اړتيا ده»

وروسته لويه دروازه په ډېره کراره توګه پرانستل شوه او ورڅخه د «بي ۲۱» الوتکه په جزوي توګه له تعمير څخه دباندي راښکاره شوه. د دفاع وزير لويد آسټين وويل: «دا صرف يوه بله الوتکه نه ده.» هغه زياته کړه: «بلکه دا د امريکا د هغه رياست د دفاع لپاره زموږ د ژمنتيا مجسمه شوې بڼه ده، چي موږ ورسره دومره زياته مينه لرو.»

د دغې نوي الوتکي جوړول د امريکا د متحده ايالاتو د هغه هڅې برخه ده چي غواړي د خپلې اټومي دفاع ستونونه عصري کړي. متحده ايالات د ترهګرۍ ضد خپلي لسيزو اوږدې مبارزې وروسته اوس د چين له خوا د خپلې نظامې قوې د چټکي عصري کېدو په سيالي کي ورداخليږي.

د چين په هکله اټکل کيږي چي تر ۲۰۳۵ عيسوي کال پوري به ۱۵۰۰ اټومي وسلې ولري. پنټاګون د چين په تړاو په خپل کلني راپور کي ويلي دي چي د چين له خوا د تر ږغ چټکو وسايلو، سايبري جګړې او تشيال کي پرمختګ د متحده ايالاتو تر څنګ د پرانستي نړيوال نظام لپاره يو عواقب لرونکی او سيسټماټيک چېلنج دی.»

کله چي په ۲۰۱۵ کال د دغې الوتکي د جوړولو د قرارداد په تړاو اعلان وشو نو د هوايي ځواک لپاره مسؤلې سيکرترې دېبوراه لي جېمز ويلي ول: «موږ د يوشتمي پېړۍ لپاره داسي يوې جنګي الوتکي ته اړتيا لرله چي موږ ته د لا مغلقو ګواښونو چي يوه ورځ له چين يا روسيې څخه راته پېښېدلای شي جواب ولرو.» د دغې الوتکي د جوړولو قرارداد و نورتروپ ګرومن کارپورېشن ته ورکول شوی دی. د دغه شرکت مشرې کېتي واردن وايي چي دغه نوې الوتکه که څه چي د بيرون له خوا و «بي ۲» ته ورته ښکاري، خو په دننه کي ورسره ډېر فرق لري. د هغې په وينا د دغې الوتکي کمپيوتري وړتياوي ډېري پرمختللي دي او پکښي نوي پروګرامونه انسټال کيدلای شي.

«هند افغانستان ته لومړۍ جنگي الوتکه ورکړه»

آسټين وويل چي د دغې الوتکي په باندنۍ سطحه کي داسي مواد کارول شوي دي چي د رادار له خوا يې کشفول لا زيات مشکل دي. د امريکا د دفاعي چارو د وزير په وينا د دغې الوتکي په جوړولو کي د رادار څخه پټ ساتنې تخنيک پنځوس کلنه تجربه کارول شوې ده. د هغه په وينا «آن ډېر عصري او مغلق رادارونو ته به په هوا کي د دغې الوتکي کشف کول ډېر مشکل وي.»

د راپورونو له مخي دمګړی د دغه ماډل الوتکي پر شپږو دانو جوړولو کار روان دی. د متحده ايالاتو پوځ په پام کي لري چي سل دغه الوتکي ولري چي هم د اټومي وسلو د لېږد امکان ولري او هم ورڅخه بېله انساني عملې د پرواز لپاره کار واخيستل شي. دغه الوتکه په نسبتا چټکه پروسه کي صرف په ۷ کالو کي جوړه کړل شوې ده.

په ۲۰۱۰ کال کي ويل شوي ول چي دغه ماډل يوې الوتکي جوړول به ۵۵۰ مليونه ډالره مصرف ولري. خو اوس دغه مصرف في الوتکه و ۷۵۳ مليونه ډالره کيږي. خو دا چي په دقيقه توګه به دغه الوتکه په کوم قيمت تمامه سي لا تر اوسه هم نه ده روښانه ځکه چي دا په دې پوري هم اړه لري چي پنټاګون د کوم شمېر الوتکو جوړولو فرمايش ورکوي.

آسټين وويل چي ډېر ژر به دغه الوتکه په هوا وازمويل شي. د هغه په وينا بيا به د دغې الوتکي د جوړولو پروسه پېل شي. د هغه په خبره دغه الوتکه به په داسي شمېر کي جوړه کړل شي چي د متحده ايالاتو د ستراتيژيک چاپيريال سره په همږغي کي وي.

آ./ا.ا./ن.ص.