1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مذاکراتي ټیمونه: اصلي بحثونه د شنبې په ورځ پیليږي

۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان حکومت او د طالبانو د سولې مذاکراتي ټيمونو د پنجشنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې یوه مقدماتي غونډه وکړه. دواړو خواو ويلي دي چې په دغه غونډه کې د مذاکراتو پر اجندا خبرې شوي چې د شنبې په ورځ پيليږي.

https://p.dw.com/p/3nd46
Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen
انځور له آرشيف څخهانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

له کابل څخه د رويترز خبري آژانس په حواله، په قطر کې د افغان سولې دوهم دور مذاکرات په داسې يو وخت کې پيليږي چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو دوهم پړاو ته چې روانه مياشت دی، چمتووالی نیسي. امریکا له افغانستانه خپلې قواوې له طالبانو سره د شوي تړون له مخې چې د تیرکال په فبرورۍ کې لاسلیک شو، وباسي.

د دغه تړون له مخې، امريکا متحده ایالات او د هغوی پوځي متحدان به د افغانستان ۱۹ کلنې جګړې ته د پاي ټکۍ کيښودلو په موخه، خپل ځواکونه له دغه هیواده وباسي. طالبانو هم په دې برخه کې امنیتي ضمانت کړی او هغه دا چې د افغانستان خاوره به تروریستي اهدافو له پاره نه کارول کيږي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو د تیر کال په دسمبر مياشت کې په دوحه کې مخامخ خبرې پيل کړې. د دغو مذاکراتو دوهم پړاو تر درې اوونۍ وقفې وروسته تيره ورځ له سره پیل شو. تمه ده چې دواړه خواوې به دا ځل د واک د ويش او په افغانستان کې د اوربند د تامين پر موضوع بحثونه وکړي.

د طالبانو ویاند محمد نعيم په ټويټر کې ليکي دي: «د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو نن ماښام د يوې مقدماتي غونډې څخه پیل شو.» نعیم زیاته کړې چې دواړي خواوي سلا شوي چې اصلي بحثونه به د شنبې په ورځ پيليږي.

د افغان حکومت مذاکره کوونکي ټيم هم پر ټويټر دې ته ورته خبر خپور کړی دی.

د بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو له پيلیدو څخه، د امریکا متحده ایالاتو او ناټو سازمان په ګډون نړیوال هرکلی شوی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.