د فرانسې د کورنیو چارو وزیر: د پاريس برید ترهګریز وو
۱۳۹۹ مهر ۵, شنبهد فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د چاقو په وسیله برید کې دوه تنه شدید ټپیان شوي دي. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر جرالد دارنین، ویلي دي چې دا «ښکاره تروریستي برید» وو. هغه اسلامي افراطیان د دې برید مسئول وبلل.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر له دغه برید څخه د «فرانسې د خونړي برید» په توګه یادونه وکړه. ویل کیږي چې د تیرې ورځې (د سپټمبر میاشتې ۲۵ نیټه) برید د شارلي ابدو طنزیه مجلې خپرېندویه ټولنې ته نږدې ترسره شوی دی.
د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې د اسلام د پيغمبر د کاریکاتورونو تر خپرولو وروسته د شارلي ابدو نشریه د افراطي اسلامپالو تر برید لاندې راغلې وه. په هغه برید او تر هغې وروسته نښتو کې ۱۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د برید په اړه لا زیات معلومات
تر اوسه پورې د دغه برید په ارتباط په پاریس کې شپږ تنه نیول شوي دي. اصلي تورن یو ۱۸ کلن ځوان دی. د رپوټونو په حواله په پاریس کې د جمعې ورځې د احتمالي بریدګر نوم په «فیش اس» کې نه دی ثبت شوی. «فیش اس» کې د ټولو هغو کسانو نومونه او هویت ثبت وي چې رادیکالیزم يا افراطيت ته لیواله وي او د اسلامي جهاد ملاتړ کوي.
د دغه ترهګریز برید قربانیان د «پرمیرلین» خبري آژانس دوه تنه ځوان همکاران ول چې دفتر یې په هم هغه ودانۍ کې قرار لري، چیرې چې د شارلي ابدو د خپرېندویه ټولنې دفتر دی.
دغه دوه تنه د جمعې په ورځ د کاري وقفې پر مهال د سیګریټ څکولو په خاطر سړک ته وتلي ول چې د بریدګر له خوا هدف وګرځول شول. ویل کیږي چې د ټپیانو وضعیت نازک دی.
د شارلي ابدو دوسیې د محاکمې له جریان سره هم مهاله
د تیرې ورځې برید په داسې یو وخت کې صورت نیسي چې د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ کې د شارلي ابدو پر دفتر د برید د تورنو کسانو د محاکمې جریان پيل شوی دی.
د هغه برید درې تنه بریدګر د پولیسو له خوا په ډزو وژل شوي وو. ویل کیږي چې تورنو کسانو د شارلي ابدو پر دفتر برید کې په مختلفو شکلونو کې نقش درلود. اټکل کیږي چې ځیني دغه تورن کسان ممکن تر ۲۰ کلونو پورې د بند په سزا محکوم شي.
د تیرې ورځې تر برید وروسته د ډیر شمیر اروپایي هیوادونو سیاستوالو د غمرازۍ پيغامونه استولي دي.
تر دې بریدو وروسته د فرانسې لومړي وزیر ژان کاستکس، هم د پيښې ځای ته ورغلی وو او خبریالانو ته یې وویل چې فرانسه به په نه ستړې کیدونکي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي.
بل لور ته د اروپایي اتحادیې د شورا مشر شارل میشل هم د دې برید په اړه خپل خفګان ښودلی دی او دا یې یو بزدلانه عمل بللی دی. میشل د یوه تویتري پيغام په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د فرانسې خاوره د ترور او تروریزم له پاره ځای نه دی.
د پاریس د برید شکمن مجرم یو ۱۸ کلن پاکستانی مهاجر دی
د وروستیو معلوماتو له مخې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د شارلي ابدو طنزي مجلې پخواني دفتر ته نږدې د چاقو په وسیله شکمن برید کونکي پخپل جرم اعتراف کړی دی. چارواکو دا یو ترهګریز برید بللی دی.
د فرانسې خبري آژانس په حواله نیول شوي شکمن ۱۸ کلن ځوان چې یو پاکستان مهاجر دی ویلي دي چې دغه برید یې په شارلي ابدو مجله کې یو وار بیا د اسلام د پيغمبر د کاریکاتور د خپریدو په ځواب کې کړی دی. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په حواله د جمعې په ورځ په پاریس کې د چاقو په وسیله ترسره شوي برید په ارتباط یې ۷ شکمن کسان نیولي دي.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص