1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عربي اماراتو کې د فلسطيني اشغال شوو سیمو اسرائيلي شراب

۱۳۹۹ دی ۲۹, دوشنبه

په فلسطیني اشغال شویو سیمو کې جوړیدونکي اسرائیلي شراب به په متحده عربي اماراتو کې پلورل کیږي. دغه شراب به یوازې د اسرائیلو د لیبل درلودونکي وي.

https://p.dw.com/p/3o4pn
Westjordanland | Israelische Siedlung Rehelim | Tura Weinkellerei
انځور: Ronen Zvulun/REUTERS

ژر به په متحده عربي اماراتو کې د اسرائیل له خوا په اشغال شویو فلسطيني سیمو کې جوړیدونکي شراب وپلورل شي. پر دغو شرابو به د «اسرائیل کې تولید شوي» لیبل لګول کیږي.

فلسطینیانو د دغه تړون په مخالفت کې ویلي دي چې د فلسطين په اشغال شوو سیمو کې د جوړیدونکو تولیداتو تجارت د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو تر ټینګیدو وروسته یو لړ تجارتي تړونونه هم لاسلیک شول. یوه عربي کمپنۍ د شراب او زیتونو د وارداتو له پاره له اسرائیلي کمپنۍ «تورا وائنري» سره، چې د اردن ردو په لویدیځه غاړه کې د ریحالیم په نوم سیمه کې موقعیت لري، یو سوداګریز تړون لاسلیک کړی وو.

د نوموړي اسرائیلي کمپنۍ مالک ویرید بن سادون د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې له صادراتو څخه معلومیږي چې د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ تړون ټولې یهود میشته سیمې احتوا کوي، یعنې د اردن رود تر لویدیځې غاړې پورې چې اسرائیلو په ۱۹۶۷ م کال کې اشغال کړي دي.

مخکې تر دې دغې کمپنۍ اسرائیلو ته زیتون هم صادر کړي وو چې پر لیبل یي لیکل شوي وو «فرام د لینډ آف اسرائیل».
کله چې د اماراتو له چارواکو څخه په دې اړه پوښتنه وشوه هغوې په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه او یوازې همدومره یې وویل چې له اسرائیلو سره اړيکې به په سیمه کې د امنیت د ښه کیدو سبب شي.

Israelische Siedlung im Westbank
انځور: Nir Alon/Zuma/picture alliance

د فلسطين د اقتصاد وزارت په اشغال شوو سیمو کې د تولیدیدونکو محصولاتو خریداري په څرګند ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده. نوموړۍ ادارې په خپله یوه بیانیه کې ویلي دي چې داسې کول په فلسطیني اشغال شوو سیمو کې د یهودي ښارګوټو جوړولو لړۍ د روا بللو مترادف دی.

د اسرائیلو په حواله په اشغال شوو سیمو کې د یهودي کورونو یا ښارګوټو جوړونه غیر قانوني کار نه دی، ځکه یهودان له دې خاورې سره تر دې اندارې پورې سیاسي او تاریخي اړیکي لري چې په بایبل (تورات شریف) کې یې یادونه شوې ده.

اسرائیل د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې تر اوسه پورې نږدې  ۴۴۰۰۰ یهودان میشت کړي دي، په داسې حال کې چې هلته شاوخوا ۳ میلیونه فلسطينیان هم آباد دي.

آژانسونه: ش. ن/ ا.ا