د پاکستان پوځ: د افغانستان پولې ته څیرمه مو ۴ عسکر وژل شوي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبهاعلان
د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې امینتي ځواکونو د بلوچستان ایالت د ژوب ښار ته څیرمه د اغزنو کټارو د نصبولو څارنه کوله.
د پوځ په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو هم ځوابي ډزې کړې دي او د دوی نور شپږ ځواکونه ټپیان شوي هم دي چې د درملنې له پاره په کویټه کې روغتون ته وړل شوي دي. لا تر اوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.
پاکستان په ۲۰۱۷م کال کې له افغانستان سره په پوله د اغزنو کټارو د درولو لړۍ پېل کړه، څو په خبره یې د وسلوالو د تګ راتګ، قاچاق او غیر قانوني تګ راتګ مخه ونیسي. پاکستان وایي چې د ۲۶۱۱ کیلومتره اوږده پوله باندې د کټارو د درولو ۸۵ سلنه کار بشپړ شوی دی. خو افغانستان هیڅکله دغه پوله په رسمیت نه ده پيژندلې او د ډیورنډ د کرښې په نامه یې یادوي.