1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان لومړی وزیر له پوتین سره ملاقات کوي

۱۴۰۰ اسفند ۳, سه‌شنبه

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په روانه اوونۍ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ویني. دا ملاقات په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې د اوکراین کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی دی. د افغانستان موضوع هم اجندا کې شامله ده.

https://p.dw.com/p/47Ocl
Wladimir Putin und Imran Khan SCO
آرشیف انځورانځور: AFP/V. Oseledko

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې لومړی وزیر عمران خان، به د یوه جګپوړي پلاوي سره د چهارشنبې په ورځ د دوه ورځني سفر له پاره روسیې ته ورسیږي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: «پاکستان او روسیه دوستانه اړیکي لري چې په متقابل احترام، باور او یو شمیر نړیوالو او سیمه ایزو موضوعاتو په هکله په ګډ نظر ولاړي دي.» په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې پوتین او عمران خان به د انرژۍ په برخه کې پر همکارۍ سربیره د دوه اړخیزو اړیکو ټولې لړۍ ته له سره کتنه وکړي. زیاته شوې ده چې همداشان د یو شمیر سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی هم خبرې وشي.

د عمران خان او پوتین ترمنځ دا ملاقات په داسې یوه وخت کې ترسره کیږي چې د لویدیځو هیوادونو زیاتره یې د پوتین پر ضد متحد شوي او په دې ترڅ کې د یوې احتمالي جګړې په هکله اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي چې د زیاتو تلفاتو، د انرژۍ د کمښت او همداشان د نړۍ په کچه د ګډوډۍ سبب کیدی شي.

د دوشنبې په ورځ پوتین د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو سیمو ته د ځواکونو د استولو امر وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وایي چې پاکستان او روسیه به له اسلام څخه د ویرې او د افغانستان د وضعیت سربیره د سترو سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو په هکله نظرونه تبادله کړي. په دغه بیانیه کې د اوکراین د کړکیچ هیڅ یادونه نه ده شوې. خو عمران خان د هر ډول پوځي مداخلې مخالفت کړی او ویلی یې دي چې ټول موضوعات د خبرو اترو له لارې حل کیدی شي.

پاکستان له اوکراین سره هم ښې اړیکی لري چې اسلام آباد ته د غنمو يو صادرونکی دی.