1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: غواړو په افغانستان کي د داخلي جنګ مخنیوی وکړو

۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبه

د پاکستان صدراعظم عمران خان رویترس خبري آژانس ته ویلي، چي هیواد یې غواړي د خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د شخړي یو حل پیدا کړي، ترڅو د یوه نوي داخلي جنګ د شروع کیدو مخنیوی وسي.

https://p.dw.com/p/3uT08
Pakistan Islamabad | Treffen Premier Khan mit Taliban-Führern
آرشیف غکس: د ۲۰۲۰ م کال په ډسمبر کي عمران خان د طالبانو درهبرۍ سره د ملاقات پروخت په اسلام آباد کي انځور: Pakistan Prime minister office/AFP

دغه خبره عمران خان د جمعې په ورځ (د جون میاشت څلرمه) په اسلام اباد کي وکړه او اضافه یې کړه، چي د هیواد رهبري به یې کوښښ وکړي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ پر سم وخت د سیاسي حل یو لار پیدا کړي.

خو دا اسانه خبره نده، چي طالبان دي د خپلو غوښتنو تیریدو ته حاضر سي. ځکه د امریکا متحده ایالاتو تر دې اعلان وروسته، چي غواړي د سپتمبر تر ۱۱ پوري خپلي قواوي وباسي، دوی فکر کوي چي جنګ یې ګټلی دی. عمران خان همدارنګه ویلي دي، چي که چیري په افغانستان کي بیا یو داخلي جنګ شروع او د مهاجرت یو بحران رامنځته سي، نو به پاکستان هم د هغه څخه متأثره سي، چي بیا به یې هیواد مجبوره وي مداخله وکړي.

د امریکا جمهورریس، جوبایدن غواړي په افغانستان کي د جنګونو تر شروع کیدو شل کاله وروسته امریکايي قواوي بلاخره د همدې کال په سپټمبر کي راوباسي. دا خبره هغه په تیر اپریل میاشت کي اعلان کړه او ترهغه وروسته جرمني او د ناټو نورو غړو هیوادو هم د افغانستان څخه د خپلو قواوو د وتلو اعلان وکړ.

تر دغه اعلان راوروسته طالبانو خپلي حملې بیرته ډیري او شدیدي کړي دي. د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو منتقدین بیره لري، چي طالبان به کوښښ وکړي، بیرته قدرت ته ورسیږي. 

آ./م.ق.ن./ا.ا.