پاکستان د بالستيک توغندي آزموینه کړې
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۳, شنبه
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې له ځمکې څخه پر ځمکه هدف ویشتونکی دغه توغندی، ۴۵۰ کیلومتره واټن وهلی شي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ابدالي وسلو سیستم دغه آزموینه د «ځواکونو د عملیاتي چمتووالي» د ډاډمنتیا او «د مهمو تخنيکي پیراميټرونو د اعتبار سنجۍ» په موخه شوې ده.
نور ولولئ: هندوستان په کشمیر کې سیلانیانو باندې حملې سره په تړاو له پاکستانه د مالونو واردات بند کړل
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف د توغندي په آزموینه کې دخیلو سایسنپوهانو، انجنیرانو او نورو مامورینو ته مبارکي ورکړې چې دا ېې په بریا سره ترسره کړې ده.
نور ولولئ: د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه
پاکستان د جمعې په ورځ له هند سره د اختلافاتو د حل غوښتونکی شو، کوم چې په کشمیر کې د اپریل ۲۲مې خونړۍ حملې وروسته ېې شدت موندلی دی. هندوستان وايي د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو حمله کې چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول، پاکستان لاس لري، خو اسلام آباد ېې ردوي.
له آرشیف څخه: