1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د تروريزم د ملاتړ په ليست کې پاته شو

۱۳۹۹ اسفند ۸, جمعه

پاکستان به د هغو هېوادونو په ليست کې پاته شي چې د تروريزم د تمويل ضد کافي هڅې نه کوي. دغه خبره د مالي چارو د څار يوې نړيوالې ډلې کړې ده.

https://p.dw.com/p/3pwuY
Pakistan | Rupee
انځور: Imago stock&people

د مالي تدابيرو د کار ډلې (FATF) چې د پيسو د سپينولو ضد يوه نړيواله کاري ډله ده، د ۲۷ وړانديزونو له جملې څخه د پاکستان له خوا شوي ۲۴ پرمختګونه وستايل، خو دا يې هم وويل چې پاته درې ټکي بايد هم عملي شي مخکې له دې چې پاکستان له خړ ليست څخه ويستل شي. 
دغه ډله به د جون مياشتې له پاره په ټاکل شوې يوه غونډه کې د پاکستان پرمختګ ته بيا کتنه وکړي. د يادې کاري ډلې مشر، مارکوس پلاير، په پاريس کې د يوې انلاين غونډې په پای کې وويل: «زه يو ځل بيا د پاکستان له خوا شوی پرمختګ ستايم، خو په کلکه غواړم چې د عملي چارو دغه پلان بايد بشپړ شي.»

پاکستان د مالي چارو کترول ته وهڅول شو

د مالي تدابيرو د کار ډلې وويل چې په اکتوبر مياشت کې له ورورستۍ ارزونې راهيسې د پاکستان له خوا د ۲۴ ټکو عملي کول د پرمختګ په معنی دي، ځکه چې اسلام آباد هغه مهال يوازې ۲۱ وړانديزونه عملي کړي ول.
پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي هيوادونو په غوښتنه د څارنې ليست ته وراضافه شو. د پاکستان پر ځواکمن پوځ باندې ډېر ځله تور لګول کيږي چې اسلام پالو وسله والو ته پناه ورکوي څو يې د هند او ګاونډي افغانستان په وړاندې په نيابتي جګړو کې استعمال کړي.
په دغه هيواد کې پر طالبانو او نورو تروريستي ډلو باندې هيڅ ډول بنديزونه نه شته. خو د مالي تدابيرو د کار ډلې (FATF) اوس دغه هيواد د مالي چارو زيات کنترول ته هڅولی دی.


 ن.ص/ن.ز (dpa)