1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د »آی اس آی« نوی مشر معرفي کړ

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

د پاکستان پوځ وایي چې لومړي وزير عمران خان د دغه هیواد د استخباراتو نوی مشر جنرال نديم احمد انجم ټاکلی دی. دا په داسې حال کې ده چې مطرح سیمه ایز لوبغاړي هڅه کوي چې په افغانستان کې امنیت او اقتصاد با ثباته کړي.

https://p.dw.com/p/42EO7
Flagge Pakistan
انځور: picture-alliance/empics/D. Farmer

جنرال ندیم احمد انجم، د پاکستان پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د دغه هیواد له لومړي وزیر عمران خان سره تر نهایي سلا مشورو وروسته ټاکل شوی دی.

دغه اعلان وروسته له هغې شوی دی چې په تیرو څو اونیو کې په پاکستان کې د پوځي او ملکي قدرتونو ترمنځ د ممکنه درز رامنځته کیدو په اړه بحثونه مطرح کیږي. خو پاکستاني چارواکو دا موضوع رد کړې ده.

د پاکستان استخباراتي سازمان، په دغه هیواد کې یو له ډیرو مهمو موقفونو څخه دی چې د داخلي سیاست، د اورپکۍ پر وړاندې جګړه او د بهرني سیاست په برخه کې مهم نقش لري.

جنرال ندیم په داسې یو وخت کې دې مقام ته ګومارل کیږي چې په افغانستان کې د داعش ډلې جنګیالیو د بیرته سر را پورته کولو خطر موجود دی.

د پاکستان حکومتي چارواکي په ځانګړي توګه د دغه هیواد پوځي استخبارات له ډیرې مودې راهیسې د طالبانو له مشرانو سره په نزدې اړیکو کي دي او هغوی ته د پټنځایونو په برابرو تورن دي. خو اسلام آباد دغه تورونه په ټينګه ردوي.

په دې وروستیو میاشتو کې د «آی اس آی» پخوانی مشر دوه واره په ښکاره ډول له طالب چارواکو سره د لیدنې له پاره کابل ته سفرونه کړي دي. د «آی ای آی» مشر په وروستي ځل د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره کابل ته تللی وو.

د پاکستان د یوې پوځي اعلامیي پر اساس، ندیم احمد انجم، درې ستوری لرونکی جنرال دی چې مخکې تر دې یې په بلوچستان ايالت کې کار کړی دی او د نومبر میاشتې پر ۲۰ نیټه به خپله دنده پيل کړي.

د پاکستان پوځي چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې ده د «آي اس آی» اوسنی مشر جنرال فیض حمید به د پيښور ښار چې د افغانستان له سرحد سره دومره فاصله نه لري د پوځ د قوماندان په توګه وټاکل شي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز