1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د عمران خان سفر؛ پاکستان د څه په لټه کې دی؟

۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبه

د رپوټونو له مخې، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان راتلونکې اونۍ کابل ته سفر کوي. د دغه سفر په اجنډا کې به مهم موضوعات څه وي او پاکستان څه غواړي ترلاسه کړي؟

https://p.dw.com/p/3lIcE
Pakistan UN-Flüchtlingsgipfel in Islamabad | Imran Khan
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

سره له دې چې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د سفر رسمي اعلان نه دی شوی، خو نن د شنبې په ورځ (د نوامبر ۱۳مه) یوشمېر پاکستاني رسنیو رپوټ ورکړی چې ښاغلی خان د ولسمشر غني په بلنه کابل ته ځي.

اسلام اباد کې ازاد خبریال او د چارو کتونکي طاهرخان په دې اړه دویچه ویله ته وویل :«پاکستاني سرچینو څخه دا اورېدل شوي او دلته په رسنیو کې رپوټ هم ورکړل شوی چې عمران خان به راتلونکې اونۍ کې [افغانستان] ته سفر کوي او ځینو رپوټونه خو د نوامبر ۱۹مه یاده کړې.»

د دغه سفر د اجنډا په اړه هم تراوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي خو ښاغلي طاهر خان وویل چې ښايي په دې سفر کې د دریو بنسټېزو مسلو په اړه له افغان چارواکو سره بحث وشي. سوله، دوه اړخیزې اړیکې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به د بحث وړ ټکي وي.

طاهر خان په خپلو خبرو کې دویچه ویله ته وویل: «لومړی خو د سولې مسله ده، د پاکستان او افغانستان بدقسمتي داده چې تراوسه یې د سولې په اړه جدي او مستقیمې خبرې نه دي کړي، داسې احتمال شته چې دا ځل به په دې مسله مخامخ خبرې وشي.»

د چارو دغه پاکستانی کتونکی پردې اند دی چې افغانستان کې جګړه روانه ده او د سولې بین الافغاني خبرو کې پرمختګ هم نه کیږي نو په دغه سفر کې به پاکستان خپل دریځ واضح کړي.

هاخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې عمران خان کابل ته راځي. د دغه وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي: «عمران خان به له ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په ګډون له جګپوړو افغان چارواکو سره د سولې خبرو ترڅنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.»

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته  د کابل – اسلام اباد اړیکې

طاهر خان وايي، د عمران خان په سفر کې یو مهم بحث دا هم دی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کابل – اسلام اباد اړیکې څه ډول وي؟ ده زیاته کړه: «په دې اړه کار شوی چې کله خارجیان له افغانستانه ووځي، د افغانستان او پاکستان اړیکي به څه رنګ وي؟ په دې کار روان دی، دواړو لورو په دې اړه نظرونه سره تبادله کړي او وړاندیزونه هم شوي.»

Screenshot Exklusivinterview mit Imran Khan

دا په داسې حال کېد ه چې په دې اړه نور جزیات نشته چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو په تړاؤ کوم نظرونه تبادله شوي او پر کومو وړاندیزونو کار روان دی؟ هاخوا یوشمېر افغان کارپوهان پردې باور دي چې کابل ته د عمران خان سفر به هم لکه د نورو هغو یواځې تشریفاتي او تکراري سفر وي.

د عمران سفر او په کوردننه تقابلي سیاست

سیاسي شنونکي مطیع الله ابراهیم زي دویچه ویله ته وویل چې تر هغې پورې چې په کابل کې پر ټولو مسایلو یوه سیاسي او ملي اجماع رامنځته نه شي، د عمران خان او دې ته ورته نور سفرونه اغیز نه شي لرلی. هغه وايي: «دلته اصلاً سیاسي تقابل دی، عبدالله عبدالله ولسمشر غني سره له همغږی پرته اسلام اباد ته سفر وکړ او په مقابل کې یې ولسمشر غني عمران خان ته د کابل د سفر بلنه ورکړه چې دا په اصل کې یو تقابلي سیاست دی.»

 ښاغلی ابراهیم زی زیاتوي، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې افغانستان سره پر خپلو کړو ژمنو ولاړ نه دی پاتې شوی او دغه سفر ته یې هم چاندانې هیلې موجودې نه دي.

هاخوا کابل کې د پاکستان سفارت یوه ویناپاڼه وايي، چې د لومړي وزیر عمران د سوداګری او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داوود د ښاغلي خان تر سفر دوه ورځې وړاندې کابل ته راځي.

ویناپاڼه زیاتوي چې د دغو سفرونو په ترڅ کې د کابل – اسلام اباد ترمنځ پر سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو بحث کیږي او هڅه داده چې په دې برخو کې پرتې ستونزې حل شي.

اسماعیل شاکر – کابل 

زموږ له آرشیف څخه: