1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

اروپايي ټولنې د پاکستان پر صادراتو باندې محدودیت لغوه کړ

۱۴۰۲ فروردین ۹, چهارشنبه

له خطره ډکو دریمو هیوادونو له لست څخه د پاکستان د نوم وتل ښايي اروپايي ټولنې ته د جنوبي آسیا د دغه هیواد صادرات لا پسې ډير کړي. پاکستان تر دې اقدام وروسته له اضافه مصارفو پرته اروپا ته صادرات کولی شي.

https://p.dw.com/p/4PS8w
Pakistan Gwadar | Containerhafen
انځور: Liu Tian/Photoshot/picture alliance

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په خبره اروپايي ټولنې په یوه تازه اقدام سره پاکستان د «دریمو خطرناکو هیوادونو» له لست څخه چې د اروپايي ټولنې مالي سیستم ته ستر خطر پیښولی شي، اخراج کړی دی.

د اروپايي ټولنې په دې لست کې هغه هیوادونه شامل دي چې د پیسو سپينولو او ترهګرۍ ضد د تمویل په چوکاټ کې ستراتیژیکي نیمګړتیاوې ولري. پاکستان په ۲۰۱۸م کال کې دغه لست ته ور اضافه شوی وو چې له کبله یې د اروپايي ټولنې او د پاکستاني سوداګرو او افرادو ترمنځ سوداګري ستونزمنه شوې وه.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې له دغه لست څخه د پاکستان د نوم وتل به په دې معنی وي چې اوس به سوداګر او افراد د اروپايي ټولنې د چارواکو اضافي احتیاطي تدابیرو سره نه مخ کیږي.

د ډان نیوز په نامه د پاکستانۍ رسنۍ په خبره، په پاکستاني شرکتونو او افرادو کې د پور ورکونې ادارې، بانکونه، د تفتیش ادارې، بهرني مالي سازمانونه، د مالیې د چارو سلاکاران، وکیلان، خپلواک مسلکي قانون پوهان، د املاکو کاروباریان او هغه افراد چې د توکو سوداګري کوي، شامل دي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت په حواله، د اروپايي ټولنه دغه تازه اقدام به له اروپايي ټولنې سره د پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې مصارف او وخت لا پسې کم کړي او د پاکستان صادرات به دغه اقتصادي بلاک ته لا پسې پراخ شي.

تر دې وړاندې، بریتانیا هم د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې په ورته اقدام لاس پورې کړی وو او د پاکستان نوم یې د سوداګرۍ په برخه کې د خطرناکو هیوادونو له نوملړه اخراج کړی وو.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟