1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستاني کارپوهان: مذهبي افراطیت ترهګري زیږوي

۱۳۹۹ اسفند ۹, شنبه

په پاکستان کې د مذهبي تنګ نظرۍ تر سيوري لاندې د اورپکو بريدونه هم په ډېرېدو دي. يوه کارپوه اوس خپل غږ پورته کړی او خبرداری ورکوي چې دغه هېواد ښايی په مذهبي افراطيت کې ډوب شي.

https://p.dw.com/p/3q0Tb
Pakistan Peshawar | Oppositionsunterstützer auf dem weg nach Islamabad um gegen Imran Khan zu demonstrieren
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

پاکستاني چارواکي په خلکو کې د مذهبي عقايدو پياوړتيا ته هر کلی وايي څو د پاکستان وګړي يو بل ته نژدې کړي. خو په اصل کې برعکس کار هم صدق کوي او عملي کيږي چې له کبله يې تنګ نظري رامنځ ته کيږي او سربېره پر دې دغه کار د اورپکۍ د زياتېدو سبب هم ګرځي. دغه خبره محمد امير رانا کوي چې د پاکستان د سولې د څېړنو د خپلواک انستيتوت اجرائيوي مشر دی.

رانا په دې وروستيو کې په يوه ځايي ورځپاڼه کې ليکلي دي چې «له بده مرغه، د دې پر ځای چې د ښو اخلاقو او ثبات په ترويج کې مرسته وکړي، دغه پديده تاوتريخوالي، نه زغم او قهر ته وده ورکوي. د هغه په خبره «مذهبي توب اوس د پاکستان د تابعيت د تعريف» يوه اصلي ستن جوړېدونکې ده.

په پاکستان کې د اورپکو له خوا تشدد ډېر شوی دی: په تېرو څو اوونيو کې يوازې څلور هغه معلمان چې د ښځو حقونه يې غوښتي ول او په ګډه يې سفر کاوه، د پاکستان په سرحدي سيمو کې په ډزو ووژل شول. په تويتر کې د نوبل جايزې ګټونکې، ملالې يوسفزۍ ته هم د مرګ ګواښ شوی چې ډېر غبرګونونه يې راوپارول. د نارينه و يوې ډلې چې پر موټرسايکلونو سپاره ول، په دې وروستيو کې د افغانستان پولې ته څېرمه د پوليسو په يوې پوستې ډزې وکړې چې يو تن پکې ووژل شو.

په تېرو اوونيو کې د پاکستان په مختلفو سیمو کې لږ تر لږه ۱۲ تنه پوځي او نيمه پوځي کسان په بريدونو، يرغلونو او عملياتو کې وژل شوي دي چې د اورپکو پر پټنځايونو تر سره شوي دي. دغه پېښې ډېری وخت د پاکستان د شمال لويديځې برخې په سرحدي سيمو کې رامنځ ته شوې دي.

Proteste in Kashmir
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پاکستاني طالبانو بېرته يو ځای کېدل

د پاکستان يوه پوځي وياند په دې اونۍ کې ويلي چې دغه زياتېدونکی تاوتريخوالی د افغانستان پولې ته څېرمه د اورپکو پر خوندي ځايونو باندې د عملياتو په غبرګون کې دی چې د پاکستان ضد بېلې تروريستي ډلې چې سره وېشلې وې، اوس بېرته يو ځای شوې دي. د هغه په خبره په تېره د پاکستان د طالبانو تحريک یو ځل بیا د سر راپورته کولو په حال کې دی.

جنرال بابر افتخار وويل چې بېرته يو ځای شوي پاکستاني طالبانو د افغانستان په ختيځ کې اوس خپل اصلي سنګر نيولی دی. نوموړي پر خپل دښمن ګاونډي هند باندې تور ولګاوه چې د بېرته يو ځای شوو طالبانو په تمويل او تجهيز کې لاس لري. په دې برخه کې يې د شپې دوربينونو، په لاس جوړو شوو ماينونو او سپکو وسلو ته اشاره وکړه چې وسلوالو ډلو ته په اختيار کې ورکول کيږي.

 پاکستان او هند په وار وار يو پر بل باندې تورونه لګوي. اسفنديار مير، چې د امنيتي چارو شنونکی دی، وايي چې «د بېلابېلو ډلو يو ځای کېدل او د يوه مرکزي سازمان جوړېدل (تحريک طالبان) يوه لويه پېښه ده چې دغه ډله پرې ډېره خطرناکه شوې ده.»

مير او رانا دواړو د پاکستان د حکومت اشتباه ته ګوته ونيوله چې له اورپکو ډلو څخه يې افراطي مفکرين نه شوای ايستلی، چې له کبله يې ډېرو ډلو بېرته تاوتريخوالي ته مخه کړې او له تحريک طالبان پاکستان سره بېرته یو ځای شوې دي.

د مير په خبره بېرته يو ځای شوي اورپکي اوس يو لوی ګواښ تشکيلوي. د هغه په خبره «د دغسې ځواکمنو واحدونو په يو ځای کېدو سره، اوس د پاکستان د طالبانو تحريک په پخوانو قبايلي سيمو، سوات، بلوچستان او يو څو هم په پنجاب کې د عملياتو له پاره اصلي طاقت لري.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ترهګرو پر وړاندې د نه اقدام او له دوی څخه د ملاتړ له کبله د مالي تدابیرو د کار ډلې په خړ لست کې لا هم پاتې دی. د مالي تدابيرو د کار ډلې (FATF) چې د پيسو د سپينولو ضد يوه نړيواله کاري ډله ده، د ۲۷ وړانديزونو له جملې څخه د پاکستان له خوا شوي ۲۴ پرمختګونه وستايل، خو دا يې هم وويل چې پاته درې ټکي بايد هم عملي شي مخکې له دې چې پاکستان له خړ ليست څخه ويستل شي. دغه ډله به د جون مياشتې له پاره په ټاکل شوې يوه غونډه کې د پاکستان پرمختګ ته بيا کتنه وکړي.