پاکستان د کرونایي بندیزونو د تطبیق له پاره پوځ ګمارلی دی
۱۴۰۰ اردیبهشت ۶, دوشنبهپه پاکستان کې د کرونا ویروس له ۴۸۲۵ نویو پيښو سره په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو مجموعي شمیر تر ۸۰۰ زرو پورته شوی دی. چارواکي وایي چې که د کرونا وضعیت نه ښه کیږي، نو د ټول هیواد په کچه به لاک ډاون یا ټولبندیز ولګوي. په پاکستان کې تیره ورځ په هغو سیمو کې ښوونځي وتړل شول چې د مبتلایانو شمیر لوړ وو.
د کرونا واکسین
په پاکستان کې چارواکو څلویښت کاله عمر لرونکو کسانو ته هم د کرونا واکسین د تطبیقولو اعلان کړی دی. په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له وبا سره د مبارزې له پاره د جوړ شوي ادارې مشر اسد عمر وویل: «په هیواد کې له څلویښت کلنې د پورته عمر لرونکي کسان هم اوس کولی شي چې د واکسین د ترلاسه کولو له پاره په جوړو شویو مرکزونو کې خپل نومونه ثبت کړي. په داسې حال کې چې تر ۵۰ کلنۍ د پورته عمر درلودونکي کسان کولی شي بی له دې چې ځان راجیستر کړي د واکسیناسیون په هر مرکز کې چې غواړي ځانونه واکسینولی شي.»
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي چې د کرونا ویروس د مخ پر ډیریدونکو پيښو په پام کې نیولو سره په هغو سیمو کې چې د مبتلایانو لوړه فیصدي لري، د ټولنیز واټن د مراعاتولو او ماسک پر مخ کولو مقرراتو د عملي کولو په خاطر له پوځ څخه مرسته غوښتل شوې ده. خو د یو شمیر ښارونو اوسیدونکو د حکومت پر دې اقدام نیوکه کړې ده.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز