1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چمن: په اسرائيل ضد مظاهره کې بمي چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۱, جمعه

د چارواکو په حواله په چمن ښارګوټي کې په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو د غندنې په موخه د يوې مذهبې ډلې له خوا په تنظيم شوې مظاهره کې بمي چاودنه شوې. په پېښه کې د شپږو کسانو د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3tjpf
Symbolbild Pakistan Bombenanschlag
د پاکستان په يو شمير سيمو کې د اسرائيل ضد مظاهرې وشوېانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

د پاکستان پوليسو ويلي دي چې د جمعې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۱) رامنځته شوې دې پېښه کې يو شمير کسان ټپيان شوي هم دي. د پوليسو سيمه ایز مشر خان محمد د آلمان خبري آژانس ته وويل چې چاودنه د افغانستان پولې ته په څېرمه پراته ښار ګوټي چمن کې شوې ده.

خان محمد زياته کړې چې ظاهراً د بمي بريد هدف د جميعت علماء اسلام نظرياتي بلوچستان ایالتي مشر مولانا عبدالقادر لوڼی وو. نوموړی په سيمه کې ډېر نفوذ لرونکی بلل کیږي.

د روغتون د يوه کارکوونکي عثمان احمد په حواله په دې چاودنه کې نوموړی عالم سخت ټپي شوی دی د چمن سيمه ایز روعتون ته انتقال شوی دی.

هغه زياته کړه چې دولس کسان نور هم روغتون ته ور وړل شوي دي. 

د چمن مظاهره په ټول پاکستان کې د جمعې په ورځ د اسرائيلو د غندنې په موخه د جوړو شويو ډېرو مظاهرو څخه يوه وه.

تر اوسه د بمي بريد د نوعيت په اړه نور معلومات نه شته، خو پلټنې دوام لري او د يوه موټرسايکل ټوټې ارزول کيږي چې ښايي په چادونه کې ترې کار اخيستل شوی وي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې، خو طالبان او د داعش تندلارې ډله په دغه سيمه کې هم ديني عالمان او هم مسجدونه په نښه کوي.

پاکستاني طالبانو هم له افغانستان څخه د امريکایي ځواکونو د ايستلو نېټې تر اعلان وروسته زور زياتی ډېر کړی دی.

ب. ص/ ن. ز (DPA)

زموږ له آرشيف څخه: