1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان پولیس: د ۴ ښځو د بربنډولو په تور مو ۵ نارینه نیولي

۱۴۰۰ آذر ۱۷, چهارشنبه

د پاکستان پولیسو په عام محضر کې د څلورو ښځو د لوڅولو او ويډيو اخیستلو د يوې پيښې په تړاو، پنځه کسان نیولي دي. ټولنیزو رسنیو ته د ويډيوګانو تر راوتلو وروسته، دغې پيښې په ټول پاکستان کې د خلکو غوسه وپاروله.

https://p.dw.com/p/440RC
Pakistan | Demonstrationen in Multan, November 30, 2020
انځور: Asim Tanveer/AP/picture-alliance

د آلمان خبري آژانس په حواله دغه پيښه د سه شنبې په ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت په صنعتي سیمه، فیصل آباد کې شوې ده.

رپوټ زیاتوي چې يوه ډله دوکاندارانو څلور ښځې په دې تور چې له دوکان څخه يې غلاوې کولې، د ګڼې ګوڼې ډګ په یوه بازار کې راکش کړي، ووهلي ټکولي او لوڅې کړې یې دي.

د فیصل آباد د پولیسو يوه وياند د چهارشنبې په ورځ وويل: «موږ د دې پېښې په تړاو پنځه نارینه نيولي دي چې څلورو ښځو باندې کړي او فلم یې ورڅخه اخیستی دی.»

پر ښځو باندې د حملې یا يې پر وړاندې له جرمي قوه يې څخه کار اخیستل او له ځانه څخه يې د جامو د لرې کولو عمل سزا د پاکستان د جزا قانون له مخې «مرګ» او یا هم عمري قید دی.

د پولیسو ویاند وویل چې دغه قضیه د اړوندو قانون د مقرراتو پر اساس درج شوې ده. دغه پيښه چې ويډيو يې پر ټولنیزو رسنيو لاس په لاس کیږي، د خلکو له خوا غندل شوې ده. دغه راز په ټويټر کې د فیصل آباد هيشتک د پاکستان په تر ټولو لوړ تریند باندې اوښتی دی.

په فیصل آباد کې د سه شنبې ورځې دغه پیښه داسې وخت رامنځ ته شوې چې تر دې مخکې د جمعې په ورځ قهرجنو خلکو د پاکستان په سیالکوټ ښار کې يو سريلنکايي وګړی دین ته د سپکاوي په تور وژلی وو. پر دغې پيښې د پاکستان صدراعظم عمران خان ژور خپګان ښکاره کړی دی. خان هغه وخت پر خپلې فیسبوک پاڼې ليکلي وو چې «... د سریلنکايي منيجر سوځول د پاکستان له پاره د شرم ځای دی.»عمران خان ويلي وو چې د سريلانکا له ولسمشر سره غږیدلی او هغه ته يې د قضيې په تړاو د څه باندې سلو کسانو د نیولو ویلي دي.

په پاکستان کې سیاستوالو، حقوقی فعالانو، مشهورو شخصتيونو او عامو خلکو یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ښځو د حفاظت غږ پورته کړی دی. پاکستان کې دغه ډول پيښې چې تقریباْ خپل سري محکمې هم ورته ويل کيږي، ډېرې پيښيږي.

د همدې میلادي کال په اګست میاشت کې په لاهور ښار کې شاوخوا ۴۰۰ کسانو د ټيک ټاک شبکې پر ېوې ځوانې کاروونکې باندې حمله وکړه او د رپوټونو پر اساس يې له هغې هم جامې ايستلې وې. د رپوټونو پر اساس تر دې وړاندې په پاکستان کې د ټيک ټاک شبکه د کورنیو د شکایتونو په نتیجه کې بنده شوې هم ده.