موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
د اوسکار جایزه د نړۍ د فلمي صنعت تر ټولو معتبره جایزه ده.
د اوسکار اکاډمي جایزه د فلمي صنعت تر ټولو مهمه جایزه ده چې د «علومو او سينمايي هنرونو د اکاډمۍ» له خوا په ديرشو گتگوريو کې ورکول کيږي.
په داسې حال کې چې د سينما مينه والو لا دمخه د کوريا فلم جوړونکي ستايلي ول، د دغه هيواد فلمونو د نړيوالو پام هم ځان ته راړولی دی. د بونگ جون – هو د «پيراسايت» په نوم فلم اوس د اوسکار څلور جایزې گټلي دي.
د مستندو لنډو فلمونو په برخه کي د «د افغانستان د سکیټ بورد نجونې» فلم د اوسکار جایزه وگټله. ډیرو افغانانو د دې خبر هرکلی کړی دی.
ګريس کیلې د هاليوود فلمي ستورې، د اوسکار جايزې ګټونکې او د موناکو ملکه وه. که چيرې هغه په ۱۹۸۲م کال کې په يوه ترافيکې پيښه کې نه واې مړه شوې، نو اوس د نوامبر په ۱۲ نيټه به ۹۰ کلنه واې.
د اوسکار جايزې ګټونکې ممثلې او د کډوالو چارو فعالې، انجلينا جولي، په افغانستان کې د سولې په خبرو کې د ښځو پر ونډې ټينګار وکړ. هغې د جمعې په ورځ ملګرو ملتونو کې وزيرانو او ديپلوماتانو ته په خطاب کې دغه خبره وکړه.
د انترنېټ په نړۍ کې د ګريمه آنلاين جايزه داسې مهمه ګڼل کيږي لکه د فلمونو په صنعت کې د اوسکار جايزه. سږ کال هغسې کسانو دا جايزه وړې ده چې په خپلو خاصو کلتوري او علمي ساحو کې تقريبا پوره معلومات ورکوي او ښه محتويات خپروي.
که چيرې د اوسکار يوه جايزه گټل يو خوب وي نو آیا د يوه فلم څو وارې کانديدل د فلم د ښه والي نخښه ده؟ دلته هغه فلمونه او هنرمندان وگورئ چې د اوسکار جایزې ته کانديد شوي دي.
د لاس اينجلس په ډولبي تياتر کې ټول هغه کسان راټول ول چې د امريکا په فلمي صنعت کې یې نوم پيدا کړ. اوسکار جایزې د هاليود فلمي صنعت تر ټولو مهم مراسم بلل کيږي. په انځورونو کې کتلای شئ چې سږ کال دا جایزې د چا په برخه شوې.
د اوسکار جايزو مراسم پای ته ورسېدل. د تر ټولو ښه فلم اوسکار «سپاټ لايټ» نومي فلم ته ورکړل سو. ديکاپريو چي د پنځم ځل له پاره اوسکار ته کانديد وو، ورته په لومړي ځل اوسکار ورکړل سو. بري لارسون هم دغه جايزه تر لاسه کړه.
له افغانستان څخه تر ويتنام پورې هېوادونه د اوسکار د بهرنيو فلمونو د سږنۍ جايزې په فهرست کې شامل دي. دغه خبره د «اکاډمي آوارد» يا اوسکار سمبالونکو د پنجشنبې په ورځ وکړه.
د بېن افلېک، جوړ شوی فيلم «ارګو» چې خپله یې پکښې اصلي نقش لوبولی دی د اوسکار جایزه وګټله. Armour نومې فيلم د غير انگليسي ژبي د کال غوره فيلم شو. د دغو فيلمونو د ګټلو اعلان د اوباما مېرمن میشایل اوباما وکړ.
فواد د Buzkashi Boys په فلم کې نقش لوبولی دی چې اوس د اوسکار جایزې له پاره نومول شوی دی. دې فلم فواد په افغانستان او نړۍ کې په یوې پیژندل شوې څیرې بدل کړی، خو هغه اوس هم د کابل په مرغ فروشي سرک کې نقشي پلوري.
سږ کال د «غوره ښځینه لوبغاړې» په کتګوري کې د اوسکار د جایزې په تاریخ کې تر ټولو کم او ډیر سن لرونکې لوبغاړې نومول شوې دي. دغه لوبغاړې کوینزین والیز او امینویل ریوا نومیږي چې عمورونه یې نهه او ۸۵ کاله دي.
د اوسکار جايزې وړونکې امريکايي ډايرکټره، کاترين بيګلاو، خپل راتلونکی فلم د اسامه بن لادن د وژولو د عملياتو په اړه جوړوي. په دغه فلم کي به 36 کلن استراليايي ممثل، جويل ايګرتون، نقش ولوبوي.