1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زمري تېښته، پولیسو په برلین کې ښاریانو ته خبرداری ورکړی

۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبه

د آلمان د براندنبرګ ایالت پولیسو د خلکو له خوا ترلاسه سوو معلوماتو ته په اشارې سره د برلین په جنوب کې د یوې زمرۍ د لیدلو خبر ورکړی او له خلکو یې غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې سي.

https://p.dw.com/p/4UBKr
Deutschland | Polizei sucht in Brandenburg nach gefährlichem Wildtier
انځور: Sven Käuler/dpa/picture alliance

په دغه ایالت کې هیڅ یوه سرکس یا ژوبڼ د زمري د ورکیدو راپور نه دی ورکړی.

د جرمني پولیس وايي ښايي یو وحشي زمرۍ له خپل شاوخوا سیمې څخه تښتېدلی وي او د برلین په جنوبي څنډه کې د حرکت په حال کي وي.

اړوند مطالب:د خطر سره مخامخ حیواناتو او نباتاتو حفاظتي بسته

د براندنبرګ ایالت پولیسو د کلینماخنو، ټیلټو او سټینسډورف اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی دی چې خپل کورونه پریږدي او په کور کې څاروي وساتي.

  د دویچه ویله فیس بوک پاڼه همدلته درسره تعقیب کړئ

د عیني شاهدانو له خوا ثبت سوي ویډیوګانو له مخې، تښتیدلي زمرۍ د سړک په اوږدو کې په ځنګل کې د ځنګلي خوګ ښکار کاوه.

تر اوسه هیڅ ژوبڼ یا سرکس د دې اعلان نه دی کړی چې د دوی زمری يا زمرۍ ورک دي.

د آلمان د پولیسو ویاند ډینیل کیپ ار بی بی ته وویل: «د نیمې شپې په شاوخوا کې موږ یو پیغام ترلاسه کړ چې زموږ څخه هیچا هم  تصور نه کاوه. دوه لارویان یې شاهدان وه چې یو حیوان د بل حیوان په شا پسې روان و.»

د ریو دي جنیرو ژوبڼ کې د برازیل څاروي د تودوخې د څپې له امله آیس کریم خوري
د ریو دي جنیرو ژوبڼ کې د برازیل څاروي د تودوخې د څپې له امله آیس کریم خوريانځور: CARL DE SOUZA/AFP/Getty Images

هغه زیاته کړه: «په ښکاره ډول یو یې وحشي خنځير او بل یې زمرۍ وه.»

پولیس د چهارشنبې له نیمې شپې راهیسې له خپلو زیاتو ځواکونو سره د تښتېدلي زمرۍ په لټه کې دي، خو تر اوسه یې عملیات نه دي بریالي سوي.

اړوند مطالب:افغانستان کې د کومو حیواناتو پر ښکار بندیز وضع شوی؟

د راپورونو له مخې، د پولیسو دوې چورلکې د تودوخې عکس اخیستونکي کیمرې سره په دې سیمه کې لټون کوي. پولیس باور لري چې زمری دا مهال په یوه کوچنۍ ځنګلي سیمه کې دی او ویده دی.