1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان حکومت: اومیکرون مو له نوو چيلينجونو سره مخامخ کوي

۱۴۰۰ آذر ۲۹, دوشنبه

د کرونا ویروس د نوي بڼي «اومیکرون» چټک پراخیدوته په کتو سره، د جرمني ښارونه او ایالتونه غواړي په ورځني ژوند کي د نورو محدودیتونو د وضع کولو په هکله سلا مشورې وکړي.

https://p.dw.com/p/44Zid
SARS-CoV-2 Variante Omicron und COVID-19 Impfstoffe
انځور: Andre M. Chang/Zuma/picture alliance

لکه څنگه چي د جرمني د حکومت مرستیال ویاند وولفگنگ بیوشر د دوشنبې په ورځ په برلین کي وویل، په لومړي پړاو کي باید پر دې بحث وسي چي د دا ډول حالت د رامنځته کیدو په صورت کي باید څه ډول غبرگون وښودل سي. بیوشر وویل: «اومیکرون موږ له نوو چيلينجونو سره مخامخ کوي». هغه دې ته اشاره وکړه چي کیدای سي د شخصي ملاقاتونو، لویو غونډو او همدارنگه کوچنیو رستورانونو ته د تگ له پاره نوي مقررات رامنځته سي.

لکه څنگه چي بیوشنر خبر ورکړی، د اومیکرون د نوي ډول له امله چي د کارپوهانو په حواله په ښکاره ډول د دغه ویروس د نورو ډولونو په پرتله په چټک ډول د پراخیدو په حال کي دی، د سه شنبه په ورځ د جرمني حکومتي مشران او مشراني یو وار بیا ددغه هیواد له صدراعظم اولاف شولڅ سره سي.

د یکشنبې په ورځ د جرمني د حکومت له خوا د کارپوهانو ټاکل سوي نوي شورا د اومیکرون په هکله معلوماتو ته په کتوسره خبرداری ورکړ چي له امله به یې نه یوازي دا چي روغتیايي سیستم تر فشار لاندي راسي، بلکي د دغه هیواد تر گواښ لاندي زیربنايي سیستم به هم اغیزمن سي. چي په هغه کي د نورو ترڅنگ پولیس، ژغورونکې عمله، مخابراتي او همدارنگه د اوبو او بریښنا رسولو سیستم هم شاملیږي.

کارپوهان د کرونا ویروس له امله د هغه کاري جمعیت په هکله هم لوی خنډونه ویني چي د نورو ترڅنگ د ډېرو کوچنیانو او یا هم په بستر کي پراته کسانو پالنه هم ور په غاړه ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چي تر ترگواښ لاندي ټولو زیربنايي چارو له پاره داسي عاجل پلانونه موجود دي چي د دغي پاندیمي د شدت په پام کی نیولو سره به پلي سي.

هغه وویل چي نوموړي وزارت د دغه ویروس پروسه له نیژدو تعقیبوي. د هغه په خبره  په اوس وخت کي د آلماني پولیسو له شاوخوا ۵۰ زره ښځینه او نارینه کارکوونکو څخه، ۷۹۱ یې په قرانطین کي دي. په دې توگه عملیاتو ته چمتووالی په بشپړ ډول تضمین سوی دی.