په سالمي تغذیې سره د وزن کمول
بې ستونزمن غذايي رژيمه د څو کيلو وزن کمول ممکن دي. دغه هدف ته د رسیدلو له پاره ډېري لارې شته. په دغه انځوريز راپور کي داسې لارې چې له ډېرو اوبه څښلو نه تر خندا پورې ښودل شوي.
د ډيرو اوبو څښل
ډیرې اوبه وڅښئ. هره ورځ د اوبو څښلو قاعده: د بدن وزن په ۳۰ کې ضرب کول ستاسو د بدن لپاره هره ورځ په ملی لیټرو کې د اړتیا وړ اوبو اندازه په ګوته کوي. د بیلګي په ډول: یو سړی چې ۶۰ کیلو وزن لري باید هره ورځ ۱.۸ لیټره اوبه وڅښي.
د ورځي حرکت ډېرول
فزیکي فعالیت د بدن مناسب وزن ترلاسه کولو له پاره ځانګړی اهمیت لري. ضرور نه ده چي په ساعتونو په لوبغالو کي سړی وځغلي او خولې توی کړی. تاسي کولای سئ د ورځي خپل ځان ته يو وخت وټاکی او پياده کښتی وکړئ. پياده گښتي د وازگي ويلي کولو سبب کيږي.
د کچالو پر ځاي سابه او ترکاري
د سره کړو کچالانو له خوراکه ډډه وکړئ. پرځای یې، هره ورځ دوه ځلي ميوه او سبزیجات وخورئ. تاسو کولی شئ هر ځل د خوړو اندازه پخپله وټاکئ.
ورو خوراک وکړئ
له خوړلو خوند واخلئ. هره گوله کرار وژووئ او په ډېرو لږ خوړو سره مړېدلای هم سئ او یو څه وروسته به تاسو په ځان کي د مړښت نخښې وگورئ.
د خوراک پروسه مو وليکئ
يوه کوچنۍ کتابچه ولرئ او هر څه چي د ورځي خورئ هغه وليکئ. د دې له پاره چي روښانه وي، څه مو څومره اندازه خوړلې دي. څو ورځي وروسته بيا له دغو ياداښتونو سره د پرتلې له مخي کولای سئ خپل ځان ته د خوړو وخت تنظیم کړئ.
خوندور بديل
البته، تر ټولو مهم شی د خوړو کیفیت دی چې تاسو یې خوري. پر مکرونيو باندي د غوړ تر تويولو به ښه وي چي د روميانو روب ورسره وخوړل سي.
سبوس لرونکي ډوډۍ وخورئ
تل د سپینې ډوډۍ پر ځای د غلې دانې يا سبوس لرونکي ډوډۍ وکاروئ، ځکه سپینه ډوډۍ هیڅ غذايي ارزښت نه لري، خو د غلې دانې ډوډۍ غوړ او بوره ذخیره کوي او د لوږې احساس ژر نه کوئ.
له قند څخه ډډه وکړئ
له کالوري څخه پاک شکرې بدیل کولی شي د شکر له پاره د بدن لیوالتیا کمه کړي. په داسې حالاتو کې، بدن هڅه کوي ذخيره شوی کالوري وکاروي، نو د امکان تر حده لږ بوره وخورئ او د بورې پرځای شات وکاروئ.
منظم خوب
لږ او غیر منظم خوب په بدن کې د فشار لامل کیږي. بدن تل د فعالیت په حالت کې وي او هورموني فعالیتونه ګډوډ کیږي. په داسې حالاتو کې، د فشار هورمون (کورتيزول) تولید کیږي او د وزن زیاتوالي لامل کیږي. هرڅوک باید د شپې له اوو څخه تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړي. منظم خوب کولی شي د وزن کمولو لامل شي.
د شپې خواړه
د شپې له خوا بې غوړو غوښه یا لوبیا وخورئ، ځکه چې دا پروټینونه د ودې هورمونونو په خوشې کولو کې مرسته کوي؛ دغه هورمونونه چې د خوب پرمهال فعالیږي.
مدام وخاندئ
خندا د وزن د کمښت سبب کیږي. د نوو څېړنو له مخي هغه انسانان چي د ورځي ۱۵ دقيقې خاندي د کالري سوځل ئې تر نورو ۲۰ سلنه زيات وي. خندا دغه راز د سترس هورمون مخنیوی کوي. سترس هورمون د وزن د زياتېدو سبب کیږي.
د کار په بهير کي استراحت
یوګا او د ژور تنفس او تمرکز تخنیکونو کارول خورا ګټور او آرام دي. هغه څوک چې آرام دي د وزن له لاسه ورکولو وړتیا لري.
حمام
د حمام په اوبو کې د زنجبیل غوړ د وینې جریان کې مرسته کوي. سمندري مالګه په منرالونو کې بډایه ده او د حمام په اوبو کې یې کارول وازګه ويلي کوي او پوست سختوي.
د ورځي د خوراک بدلون
د ورځي په خوراک کي بدلون د وزن د کمښت سبب کیږي. سبزيجات، مېوه، سبوس او لبنيات بايد د اصلي خواړه وگرځول سي. او د پخلی پرمهال بايد ډېر غوړ ونه کارول سي.
هرگړی بايد ډوډۍ ونه خورئ
د هر وخت خواړو تر مینځ باید شاوخوا پنځه ساعته وي. کله چې نور خواړه په ځانګړو خوړو کې اضافه شي، بدن نور نه شي کولی خپل ذخیره شوی غوړ مصرف کړي.
د وزن کمولو سالم فرمول
بدن ته لږ کالوري ورکړئ او په ورته وخت کي مو فزيکي فعاليت ډېر کړئ.