«یوازې په مارچ میاشت کې په ایران کې ۵۹ کسان اعدام شوي»
۱۴۰۴ فروردین ۱۶, شنبه
د ایران دبشري حقونو سازمان (IHR) چې مقر یې په ژنیف کې دی په یوه رپوټ کې ویلي دي چې د روان (۲۰۲۵) میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې په ایران کې د اعدامونو شمیر د تیر کال د همدې موندې په پرتله دوه برابره زیات شوی دی.
په ایران کې یو وار بیا په پراخه پیمانه د اعدام سزا پلي کیدل په داسې یوه وخت کې صورت نیسي چې له امریکا سره کړکیچ مخ پر ډیریدو دی. د دغه سازمان په حواله د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۳۰ تنه اعدام شوي چې په دوی کې ۸ ښځې هم شاملې دي.
په ایران کې اعدامونه عموماً د قتل او مخدره موادو د تورونو پورې اړوندو جرایمو په برخه کې ترسره کیږي. د هغو ارقامو له مخکې چې د بشري حقونو دغه سازمان خپاره کړي دي، د تیر کال په ورته موده کې په دغه هیواد کې ۱۱۰ تنه اعدام شوي وو.
یوازې د روان کال په مارچ میاشت د ایران په مختلفو محبسونو کې لږ تر لږه ۵۹ تنه اعدام شوي دي له دې ډلې ۳ تنه یې افغانان، ۷ بلوچان او یو یې کُردی تبع و. په دغو اعدام شوو کې پنځه تنه یې ښځې وې.
د بشري حقونو د دغه سازمان مشر محمود امیري مقدم خبرداری ورکړ چې ایران کیدای شي له امریکا سره د جګړې د احتمال په اړه انديښنو څخه د اعدامونو د زیاتولو له پاره ګټه اخیستنه وکړي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د رپوټ پر بنسټ په ۲۰۲۴م کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۹۷۵ کسان اعدام شوي چې دغه شمیر د ۲۰۰۸م کال راهیسې، یعنې د کله راهیسې نه چې دغه سازمان د شمیرو ثبتول پيل کړي دي تر ټولو لوړ رقم دی.