1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهنایجریا

په نايجيریا کې کښتۍ ډوبه شوې؛ تر سلو ډېر کسان لادرکه دي

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

په نايجيريا کې د ژغورنې د عملياتو په ترڅ کې ۱۵۰ کسان ژوندي ژغورل شوي دي. چارواکو په دې ترڅ کې د ۱۶ جسدونو موندلو خبره هم کړې ده او ويلي یې دي چې په کښتۍ کې تر حده درې چنده ډېر کسان سپاره ول.

https://p.dw.com/p/4lMee
په نايجيريا کې د سړکونو د نامناسب وضعيت له کبله ډېری خلک کښتۍ کاروي.
د ژغورنې د خدماتو او رضاکارو له لوري لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ژوندي ژغورل شوي دي.انځور: OLUKA LEVI/AFP

چارواکو رپوټ ورکړی دی چې د نايجيريا په شمال کې په نیجر سيند کې د سه شنبې په ورځ د لرګيو د يوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې تر سلو ډېر کسان چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي، لادرکه دي.

په دې کښتۍ کې کابو ۳۰۰ کسان سپاره ول چې په يوه مذهبي جشن کې تر ګډون وروسته بيرته خپلو کورونو ته ستنېدل. د چارواکو په حواله په کښتۍ کې تر ګنجايش درې برابره ډېر کسان سپاره ول. دا پېښه د سه شنبې پر سهار رامنځته شوې ده.

د بيړنيو خدماتو په دولتي اداره کې د مرستې او بيارغونې د برخې مشر ساليهو ګاربا، وويل: «په کښتۍ کې باید تر سلو ډېر کسان نه وای سپاره شوي، خو تر ۳۰۰ ډېرو کسانو پکې سفر کاوه. همدا څه د کښتۍ د ماتېدو باعث شوي دي.»

د نايجيريا د بيړنيو خدماتو د ادارې يوه وياند ابراهيم اودو حسينی، د فرانسې خبري آژانس ته وويل ۱۶ جسدونه موندل شوي چې ۱۴ یې ښځې او دوه نارينه دي. 

د ژغورنې د خدماتو او رضاکارو له لوري لږ تر لږه ۱۵۰ کسان ژوندي ژغورل شوي دي. همدا شان نور يولس جسدونه چې نهه یې د نارينه وو او دوه یې د ښځو دي، هم له سېند څخه را ايستل شوي دي. 

د نیجر د بيړنيو خدماتو دولتي ادارې مشر عبداللهي بابا اراه، وويل: «د لټون او ژغورنې عمليات لا هم ادامه لري څو لا ډېر ژوندي پاته شوي وژغورل شي.»

دا په نايجير کې د ۲۰۲۳م کال له نيمايي راهېسې د کښتۍ څلورمه خونړۍ پېښه ده. په سيمه کې د مناسبو سړکونو نه  شتون له وجې د کښتيو کارول ډېر عام دي خو دا چې کښتۍ وخت پر وخت نه ترميم کيږي او يا تر حده ډېر کسان پکې سفر کوي، تل دا ډول حادثې رامنځته کیږي.

ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)