انځورونه: د غذايي موادو ښې ساتنې له پاره سپارښتنې
په يخچال کې د خوړو په ساتلو کې ډير کسان تيروتنه کوي چې له دې کبله نه يوازې د خوړو په کیفيت، خوند او خوشبوي کې بدلون راځي، بلکې له وخت څخه مخکي خرابيږې او باید وغورزول شي.
بادرنګ د میوې له لوښې سره مينه لري. د بادرنګ ساتل د نورو ميوو په خوا کي يې د ويټامینونو د ساتلو او نه خرابيدلو سبب کیږي. خو د بادرنګ رومي بانجان او مڼي نه خوښيږې، ځکه له هغوي خارجيدونکي ګازونه يې د ژر خرابیدلو سبب کيږې.
لیمو او نور نارنج باب په تودو او معتدلو سیمو کي وده کوي او په يخچال کې د سړې هوا زغم نه لري. ليمو که پري شوې هم وي ښه داده چې په يو لوښې کې يې وساتو.
پنير په پلاستيک کي مه ساتئ، ځکه په هغه کي خوله کوي. د لنډ وخت له پاره له کاغذ څخه کار واخلئ. يوه ټوټه پنيز کولي شئ تر دريو اونيو په يو مالګين ټوکر کي وپيچئ، چې ښه ساتل کيږې. په ورځ کي يو ځلې دغه ټوکر په مالګينو اوبو کی خيشت کړئ. د پينز پريکول په داسې ځاي کې چې دمخه يې په کي ډوډۍ پرې شوي وي د پنير ژر خرابيدلو سبب کيږې.
که څه هم د يخچال دروازې پورتنۍ برخه د چرګې هګيو ساتلو له پاره په پام کې نيول شوي ده، خو دا يو تاکتيکي تیرونه ده. په دې برخه کي د چرګو هګۍ د يخچال دروازې په ډير ځله پرانیستلو او تړلو سره بيا په خاصه توګه په تودو سیمو کي مدام د تودې او سړې هوا سره مخ کيږې. ښه داده چې هګۍ د يخچال په دننه کی وساتل شي.
خام کچالان په يخچال کي مه ساتئ. ډيره رڼا، رطوبت او تودوخه هم د کچالو ساتلو له پاره مناسبه نه ده.
هوګه باید ساه واخلي، له همدې کبله په يخچال ساتنه او يا تود ځاي ورته ښه نه دې. د ساتلو له پاره يې غوره لار داده چې هوګه يه پو لوښې کې واچوئ او پرانيستې يې وساتئ.
پياز په سوړ ځای او يا په يخچال کې مه ساتئ. دغه راز بايد د پيازو ساتلو ځاي تياره او وچ هم وي.
کيله او مڼه هيڅکله خوا په خوا مه ساتئ. له دغه دواړو ميوو څخه چې کوم ګاز راوځي، دواړه ميوې ژر پخوي. په ورته وخت کي ښه داده چې کيله په زوړند ډول لکه چې په ونه کې وي، وساتله شي.
ځيني کسان د قهوي دانې د تازه پاتې کيدلو له پاره په يخچال کي ساتي، چې دا سم کار نه دې.د قهوي ساتل په آلمارۍ کي کافې دي. که د ډيرې مودې له پاره يې ساتئ چې خوشبوي پاتې شي، کولې شئ په فريزر کي وساتئ.
روميان هيڅکله به يخچال کې مه ساتئ، ځکه خوند او ويټامين يې له منځه ځي. له روميانو څخه هم د اتيلين ډير ګاز را وځي او له همدې کبله يې کاهو په خواکې مه ږدئ، ځکه کاهو د رومي په خوا کي ډير ژر خرابيږې.
دلمه يې مرچ له سړو سره جوړ نه دي او بايد هيڅکله يې په يخچال کې ونه ساتئ. ښه دا ده چې د نورو ميوو او ترکاريو خواته يې وساتئ.
آووکادو د تودو سیمو ميوه ده چې سړه هوا کي نه پخيږې. که مو له آوکادو پوټکې لرې کړې وي، لږ ليمو پری واچوئ بيا يې رنګ نه قهوه اي کيږې.
دا بې دليله نه ده چې په نړۍ کې ډير خلک په پخلنځي کي ډوډۍ په يو تړلي لوښې يا ټوکرۍ کي ساتي. دغه ټوکرۍ بايد له يو څه وخت وروسته پاکه شي. د ډوډۍ وچيدلو مخنيوي له پاره کولې شئ هغه په يو کاغذ يا ټوکر کي تاوه کړئ.
د کبانو رانیولو په وخت کي بايد هرو مرو د مصرف تاريخ ته پام وکړئ. ضرور مو پام وي چې له پلورنځي څخه تر کوره پورې یې يخ مات نه شي. د کب غوښه د سانتي ګراد له ۲ څخه تر ۶ درجو پورې کولې شئ په يو ښيښه يې يا چيني لوښي کم تر کمه يوه ورځ وساتئ.
د غوا غوښه کولي شئ د دريو څخه تر څلورو ورځو پوري او د خوسي غوښه له ۲ څخه تر دريو پوري، د چرګ غوښه بيا تر يوې ورځ پورې په يخچال کي وساتئ. ماشين شوي غوښه ډيره حساسه وي او کوښښ وکړئ چې هغه په هماغه د پيردولو په ورځ سره کړئ. له مغازو څخه د غوښې بسته بنديو ته پام وکړئ، چې تاريخ يې تير نه وي.