1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

د نوي زيلنډ لوبډلې په پاکستان کې خپلې لوبې لغوه کړي

۱۴۰۰ شهریور ۲۶, جمعه

د نوي زيلنډ کرېکټ لوبډلې په پاکستان کې خپله روانه سيالي د امنيتي انديښنو له کبله لغو کړې ده. دا په اتلسو کلونو کې لومړی ځل وو چې د نوي زيلنډ لوبډلې پاکستان ته سفر کړی وو.

https://p.dw.com/p/40SVu
Erstes internationale Twenty20 Cricket | Bangladesh vs. Neuseeland
انځور: Munir Uz Zaman/AFP

د نوي زيلنډ لوبډلې له خوا د لوبو لغوه کول د پاکستان له پاره يو ستر ګوزار دی چې هڅې یې کولې په دغه هېواد کې تر څو کلونو ځنډ وروسته بيرته د سپورت نړيواله سيالي پر لاره واچوي.

د نوي زیلنډ لوبډلې د خپلې لومړۍ لوبې لږ د مخه اعلان وکړ چې د امنيتي انديښنو له کبله د لوبې ډګر ته نه شي تللی. د نوي زيلنډ د کرېکټ مسئولينو له خوا ویل شوي چې حکومت یې ورته د امنيتي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی چې له کبله یې دوی د لوبو د لړۍ د لغوه کولو پريکړه کړې ده.

زیاته شوې چې د لوبغاړو بيرته هېواد ته د ستنو له پاره یې ګامونه پورته کړي دی. دغه چارواکو د امنيتي ګواښ د څرنګوالي په اړه جزيات په ډاګه نه کړل.

د پاکستان کریکټ بورډ د نوي زيلنډ لوبډلې ته د ډاډ ورکولو هڅه کړې ده خو بريالی شوی نه دی. د کرېکټ بورډ له خوا ويل شوي چې لومړي وزیر عمران خان په دې تړاو د نوي زيلنډ له لومړۍ وزیرې جاسیندا آردرن سره تليفوني خبرې کړي دي. عمران خان هغې ته ویلي چې »زموږ استخباراتي اداره د نړۍ په ښو استخباراتي ادارو کې شمیرل کيږي او لوبډلې ته یې هیڅ ډول امنيتي ګواښ متوجې نه دی.«

په پام کې وه چې د نوي زيلنډ کرېکټ لوبډله به د دريو يو ورځنيو لوبو له لړۍ څخه لومړۍ یې په راولپنډۍ کې نن، جمعه د پاکستان له لوبډلې سره ترسره کړي. د پاکستان کرېکټ بورډ د معلوماتو پر اساس له ۲۰۰۳ م کال راهيسې دا لومړی ځل وو چې د نوي زيلنډ لوبډلې پاکستان ته سفر کړی وو او هلته یې د لوبو سيريز کې ګډون کاوه. 

خو یوه چارواکي وویل چې د نوي زيلنډ لوبغاړو د امنيتي انديښنو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته لوبغالي ته له تللو ډډه وکړه. د لوبو دا لړۍ تر هغه يوه میاشت وروسته تر سره کیدله چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل او دې ښايي د پاکستاني طالبانو ډله هم متحرکه کړي وي چې په دې وروستیو کې یې پر امنیتي ځواکونو خپل بريدونه ډېر کړي دي.

په ۲۰۰۳م کال کې د نوي زيلنډ کريکټرانو پاکستان ته خپل سفر هغه وخت په نيمه کې پريښود چې په کراچۍ کې یې د هوټل دباندې خونړی بريد ترسره شو. په دغه بريد کې که څه هم چې لوبغاړو ته زيان نه وو رسيدلی خو سخت ټکان یې ليدلي وو. 

په پاکستان کې تر هغه وروسته څو کاله نړيوالې لوبې ترسره نه شوې چې په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سريلنکا د کرېکټ لوبډلې پر سروېس موټر چې لوبغاړي یې لوبغالي ته انتقالول، بريد ترسره شو. د دغه بريد پړه القاعدې سره اړيکي لرونکې يوې وسله والې ډلې پر غاړه اخيستې وه.

خو په ۲۰۱۵م کال کې يو ځل بيا په پاکستان کې نړيواله سيالي ترسره شوه چې د جنوبي افریقا، ویست اندیز، زمبابوې او سریلنکا لوبډلو پکې ګډون کړی وو.

ب.  ص/ ن. ص (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: