په شپه کې د نياګارا آبشارو انځورونه
د نياګارا آبشار ليدو ته هر کال په میليونو سيلانيان ورځي. دغه آبشار په شپه کي عجيبه ښکلا لري. انځورونه يې دلته کتلای شئ.
هر کال ډېر خلک د نياګارا آبشار چې د کاناډا په انتاریو او امريکا په نيويارک ايالت کې واقع شوي لیدنه کوي. دغه آبشار په شپه کي ځلانده پلوشي خپروي او خیالي انځورونه رامنځ ته کوي.
نياګارا د دريو آبشارونو مجموعې ته ويل کيږي چې د (آس نعل) او (امريکاي آبشار) د (ناوي نقاب) څخه جوړ شوی دی. د آس نعل په کانادايي برخه کي او امريکايي آبشار په امريکا کي واقع شوي چې دواړه د «ګوت آيلند» ټاپو په وسيله يو له بل څخه جلا شوي دي. د ناوي نقاب چې ترينه کوچنې دې هم په امريکايي برخه کي دې.
دغه آبشار د نياګارا اوبو په بستر کي واقع شوي چې په کاناډا کي د انتاریو درياب ته بهيږي.
د نياګارا آبشار د نړۍ په ابشاراونو کې د بهیدلو تر ټولو چټک بهیر لري. دغه ابشارونه د اوبو سطحې لوړيدلو پر مهال ۱۶۸ زره متره مکعب او په عادي حالت کي ۱۱۰ زره متره مکعب اوبه بهوی.
په (عکس) کې د آس نعل آبشار لوړوالې ۵۳ متره دی. خو امريکايي آبشار په خپل بستر کې د غټو ډبرو له کبله په خپل منځ کي له ۲۱ څخه تر ۳۰ متره پورې لوړوالی لري.
د آس نعل آبشار پلنوالې نږدي ۷۹۰ متره دی او د امريکايي آبشار په (عکس) کي ۳۲۰ متره دی.
د ژمي په موسم کي هم کله چې د نياګار آبشار کنګل شي، بې ساري منظري جوړوي. په تاريخي سرچینو کې نقل شوی چې د ۱۸۴۸م کال په مارچ مياشت کي د سختو سړو او کنګل له کبله د درياب اوبه پوره کنګل شوي او آبشار وچ شو.
د کرونا پانديمي او د سرحدونو تړلو پر مهال د سیلانيانو پر مخ نياګارا وتړل شو او هر څه ساړه شول. اوس انتظار کيږي چې په نوامبر مياشت کي نياګارا له سیلانيانو ډک شي.
نياګارا پخوا هم يو ځلي په ۱۹۶۹م کال کې د ځمکي پيژندني د ازمايښتونو له پاره پنځه مياشتي وچ کړای شو.
له ۱۹۵۹م کال راهیسې د نیاګارا درياب اوبو له انرژۍ څخه د ژرندو ګرځولو له پاره ګټه اخيستل شوې. په ۱۸۸۲م کال کي لومړنۍ د برېښنا دستګاه په کار پيل وکړ. په ۱۸۹۵م کال کي لومړنۍ د برېښنا دستګاه په ۷۸ مګاوات خواک سره جوړ شو چې په نړۍ کې په خپل وخت کې د برېښنا تر ټولو ستر ځواک لرونکي دستګاه وه.
د سيلانيانو له پاره او د ابشارونو د (عظمت ساتلو) له کبله د هغه تړون له مخې چې په ۱۹۵۰م کال کي د امريکا او کاناډا تر منځ وشو، د اوبو اندازي کچه له درياب څخه د برېښنا توليد له پاره ليږدول کيږې او د سیلانيانو په موسم کي جواز لري چې يوازي ۵۰ سلنه اوبه د برېښنا تولید ځای ته وليږدول شي. د ژمي په موسم کي د اوبو دغه کچه ۷۸ سلنه ته پورته کيږې.