د ناسا روبات مريخ ته کښته سو
د ناسا د پيرسیورنس په نوم روبات تر ټولو غټ او دروند دی. دغه روبات د پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام سرې سیارې ته کښته او په څېړنو يې پيل وکړ. انځورونه.
مارس ته رسېدل
د ناسا د پيرسيورنس په نوم روبات چې يوه کوچنۍ څرخۍ الوتکه هم ورسره ده د پنجشنې ورځي په ماښام (۲۰۲۱م کال د فيبرورۍ ۱۸مه) په بريا سره په مريخ يا سرې سيارې کي کښته سو.
پيرسيورنس
د پيرسیورنس په نوم روبات (لکه په انځور کي چي ښکاري) تر نورو ټولو هغو پیچلی دی چې دغي ادارې مریخ ته لیږلي دي.
هر څه چمتو دي
د ناسا انجینرانو د ۲۰۲۰م کال د جولای مياشتو په لومړيو کې پيرسيونس روبات د Atlas V په نوم راکټ ته وسپاره او د ياد کال د جولای مياشتي پر ۳۰ نېټه يې مريخ ته سفر پيل سو.
د روبات ننداره
دغه روبات په ۲۰۱۹م کال کې په يوه پاکه خونه کي خلکو ته نندارې ته وړاندې شو. دا د ناسا تر ټولو عصري او ځیرک روبات دی. د دغه روبات وزن تر یو ټن لږ زيات دی چي په دې سره تر پخواني هغې ۱۰۰ کيلو ګرامه زيات دی. او تر دروې ميترو لس سانتي متره اوږد دی.
ډیر کار کوي
په دغه روبات کي تر پخواني هغې د څېړني ډېر ابزار او سنسورونه ځای پر ځای سوي دي او پر هغو لاسونو باندي چي يو شی راپورته کوي د کمرو او کاري سامانونو په نصبولو سره نور هم پياوړی دی. دغه روبات کولای سي له مريخ څخه نموني راټولي کړي. هغه ۲۳ کمرې او نور وسايل لري. یوه دنده یې دا ده چي و آزمایي چې د مریخ له ډبرو څخه د اکسیجن رایستل امکان لري کنه؟ خو دغه کوچنی څیز څه شی دی چي د روبات څنګ تر پر مځکه ولاړ دی؟
یوه کوچنۍ څرخۍ الوتکه
دغه روبات یوه کوچنۍ هلیکوپټر لري. تر دې وړاندې هیڅکله د سیارو په ماموریت کې داسې څه نه ول پیښ شوي.
کيوريوستي روبات
کيوريوستي روبات له ۲۰۱۲م کال راهيسي په ماموريت بوخت دی. له هغه وخت راهيسي ۲۲،۳۱ کيلومتره گرځېدلی او تر اوسه هم هماغه شان کار کوي. دا په حقيقت کي تر هغه څه لوړ دی چي ياديږي. د هغه رسمي نوم «د مريخ د ساينس لابراتوار» دی. او په رښتيا سره دا يو بشپړ لابراتوار دی.
په دې کې څه دي؟
د مثال په ډول دغه روبات يو ځانګړی سپکترومتر لري چې کولی شي د لیزر په مرسته له ليري څخه کیمیاوي ترکیبونه تحلیل کړي؛ د میترولوژۍ يو بشپړ سټیشن چې کولی شي تودښت، د اتموسفیر فشار، وړانګه، رطوبت او د باد سرعت اندازه کړي.
یواځې د ځمکې توږل نه دي
دغه روبات وښووله چي د تيورۍ له مخي په مريخ کي ژوند کول ممکن دي. خو تر دې دمه يې د ژوند کومه نښانه نه ده موندلې. د دغه روباټ مټ په يوې پوره برمې مجهز دی. دلته هغه نمونې اخلي.
لابراتوار
د مریخ دوړي په ډيرو سامانونو سره پروسس سوي. لومړی هغه فلټريږي او په مختلفو اندازو سره تفکيک کيږي او وروسته بېلابېلو ماشيني تحليلي لابراتورانو ته لېږل کیږي.
یو کوچنی سلف
لومړني روبتونه ډیر کوچني ول. د ۱۹۹۷م کال د جولای مياشتي پر ۴ کوچنی روبات سورجورنر، په مريخ کي حرکت وکړ. دا لومړی ځل و چې یو ګرځنده روباټ پخپله يوازي هلته حرکت وکړ. هغه په څو کمرو، د کيمياويي مواو د سنجولو په يوې آلې مجهز وو.
د روبوتونو د لويوالي پرتله
په انځور کي د ناسا اداري کارکوونکي د روبوتونو له درو نسلونو سره ولاړ دي: کوچنی سوجورنر چي د لوبو د موټر په اندازه دی ۱۰،۶ کیلو ګرامه وزن لري او په ساعت کي په هره ثانیه کې یو سانتي سرعت لري. د اپورچونټي په نوم روبات ۱۸۵ ګرامه وزن لري. دریم کيوريوستي بيا د یوه کوچني موټر په شان دی ۹۰۰ کیلو ګرامه دی او په هرې ثانیه کې ۴ یا ۵ سانتي متره پوري سفر کولی شي.
نیږدې څلور میاشتینۍ دنده
سوجورنیر په خپل ټول کاري وخت کي يعني د ۱۹۹۷م کال د سپتمبر مياشتي تر ۲۷ نېټې پوري ۱۰۰ متره سفر وکړ او انځورونه او معلومات يې راټول کړل.
راتلونکې ټیکنالوزۍ ته لار پرانیستل
د سوجورنیر له تجربې پرته به ډيره ستونزمنه وای چي نوي روبوتونه جوړ سوی وای. په ۲۰۱۴م کال کې ناسا دوه روبوتونه سپيريت او اپورچونټي مریخ ته ولیږل. سپيريت شپږ کاله کار وکړ او ۷،۷ کیلومتره واټن یې وواهه. دا روبات غرونو ته وخوت، د خاورو نمونې یې واخیستې او د ژمي او طوفان په مقابل کي ودرېد. له اپورچونټي سره بيا د ۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ پر ۱۳ اړيکه پرې سوه.
ډيري الې
د اپورچونټي په نوم روبات په ۲۰۱۵م کال کې ۴۲ کیلومتره واټن وواهه او تر هغې ورځي پوري يې تر کيوريوستي روبات ډیره ځمکه تر پوښښ لاندي راوستله. هغه په خپلو لاسونو سره د مځکي نمونې را اخيستلای سي. هغه درې مختليف سپکترومترونه او يوه ترې ډي کمره لري. هغه د شگو په يوه طوفان کي له منځه ولاړ.
سره سياره
دغه انځور د کيوريوستي روبات په اصلي کمره په مريخ کي اخيستل سوی دی.