1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سان سوچي له پاره څلور کاله د قيد سزا

۱۴۰۰ آذر ۱۵, دوشنبه

د میانمار د پخواني حکومت مشره په فبرورۍ کي تر پوځي کودتا وروسته ونيول سوه. د نظامي رهبرۍ «خونتا» په دغه لومړنۍ محاکمه کي خبره،  زورزیاتي ته پر ممکنه هڅولو باندي ده.

https://p.dw.com/p/43tZ2
Bangkok UN Building - Aung San Suu Kyi
انځور: Jack Taylor/AFP/Getty Images

د میانمار په پلازمینه نایپیداو کي د یوې ځانګړي محکمې په مخکي د دغي پروسې جزیات معلوم نه دي او ژورنالیستانو ته اجازه نه ده ورکول سوې. په څلور کاله بند باندي د پخواني حکومت راپرځول سوي مشرې حکم، د نظامي رهبرۍ «خونتا» د ویاند څاو مین تون له خوا اعلان سو. د هغه په خبره نوموړې ۷۶ کلنه تشدد ته د هڅوني او د کرونا له مقرراتو څخه د سرغړوني په تور مجرمه بلل کیږي.  دا چي هغه به واقعاٍ محبس ته ولاړه سي او که په کور کي نظارت لاندي پاته سي، لا معلومه نه ده.

 لکه څنگه چي نوموړي ویاند زیاته کړې، د میانمار راپرځول سوی ولسمشر وین ماینت هم د ورته جرمونو په تورپه څلور کاله بند محکوم سوی دی. وین ماینت هم د سان سوچي په شان د فبرورۍ پر لومړۍ نیټه تر کودتا وروسته گوښه او ونیول سو.

حاکمي نظامي رهبرۍ «خونتا»، د سان سوچي تر راپرځولو وروسته پر هغې ډیر تورونه لگولي. خونتا،  په ۱۹۹۱ م کال کي د سولې د نوبل جایزې دغي گټونکي باندي د غیرقانوني مخابراتي وسایلو د لرلو تور هم لگوي. همدارنگه هغه باید د فساد او دولتي رازونو د افشا کولو له امله هم جواب ووايي. د هغې محاکمه کیدل په نړیواله سطحه د سیاسي دلایلو په توگه تر انتقاد لاندي راغلي. د نوموړي پروسې د نظارت کووونکو په حواله به سان سوچي ښایي په مجموعي ډول تر ۱۰۰ کاله بندیگرت له گواښ سره مخامخ سي. د بشری حقونو کارپوهان اټکل کوي چي خونتا غواړي له دې لاري نوموړې مشهوره سیاستواله د ډیر وخت له پاره خاموشۍ ته مجبوره کړي. 

Im Januar 2020 empfing Myanmars Präsident Win Myint (r.) seinen chinesischen Kollegen Xi Jinping
د ۲۰۲۰ کال په جنوری کي د میانمار ولسمشر وین ماینت د خپل چینایی سیال شي جین پینگ څخه هرکلی وکړانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Shine

«د دموکراسۍ له پاره خوځښت به ادامه پیدا کړي»

له میانمار څخه د آی، مین تانت په نامه ژورنالیست چی په اوس وخت کي د تایلند په پایتخت بنکاک کي ژوند کي، د دویچه ویلی سره په مرکه کي وایي چي دغه محاکمه به په هیواد کي د دموکراسی له پاره کمپاینونه لا پسي پیاوړي کړي. د هغه په خبره په تیرو میاشتو کي د مدني نافرمانیو یو لوی غورځنگ ځان تثبیت کړی دی. له همدې کبله هغه متیقن دی چي خلک به پرته له سان سوچي څخه هم د خونتا په وړاندي خپل مقاومت ته ادامه ورکړي.

د بشری حقونو سازمان امنیستي انترنشنل،  د محکمې له یوې «بې بڼسټه او فاسدي« پریکړي څخه خبره کړې. په جنوبي آسیا کي د امنیستي د کمپاینونو مشري، مینک یو هان ویلي :» دغه ډول شدید احکام چي د ناسمو تورونو له امله د اونگ سان سوچي پرضد صادر سول، د خونتا د هغې ارادې یو نوی مثال دی چي هر ډول اپوزیسیون او په میانمار کي آزادي له منځه وړي.»

له ۱۳۰۰ څخه اضافه وژني او څه د پاسه ۱۰ زره نیوني

د پوځي کودتا راهیسي میانمار په زورزیاتیو او گډوډیو کي ډوب دی. د بشری حقونو د فعالانو په حواله د خونتا په وړاندي مظاهرو کي تر اوسه پوري څه د پاسه ۱۳۰۰ کسان وژل سوي او له ۱۰ زره څخه زیات کسان نیول سوي دي.

د جنوبي آسیا په دغه هیواد کي نظامیانو د ۲۰۲۰ کال په پارلماني انتخاباتو کي ، ممکنه درغلۍ ددغي کودتا دللیل وباله. یو کال مخکي د نوومبر میاشتي په رایه اخیستنو کي د سان سوچي د ملي دیموکراسۍ اتحاد ګوند (NLD) په ښکاره بري سره راڅرگند سو

GP/AA/DW.Online